د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۵

يوسفزى: د افغان ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو د تعلقاتو لپاره مهم دى


ټاکل شوې ده، چې افغان ولسمشر حامد کرزى به د اګست په ٢٦مه نېټه د پاکستان د صدراعظم نواز شريف په رسمي بلنه په يو ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام ته راشي.

افغان ولسمشر به په خپل يو ورځني سفر کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف او نورو جګپوړو مقاماتو سره وګوري او د سيمې پر حالاتو، د ترورېزم پر ضد مبارزې، د افغانستان د سولې په پروسې او تر ٢٠١٤م کال وروسته د افغانستان پر وضعيت به ورسره رغنده خبرې وکړي.

په پاکستان کې د نواز شريف په مشرۍ د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته دغه هېواد ته دا د افغان ولسمشر لومړى سفر دى.

که څه هم افغان ولسمشر د شنبې په ورځ کابل کې خبريالاتو ته ويلي، چې پاکستان ته د خپل سفر په لاسته راوړنو ډاډه نه دى، خو د پاکستان د سياسي او افغان چارو کارپوه عقيل يوسفزى وايي، چې اسلام اباد ته د افغان ولسمشر حامد کرزي دا سفر د ډېر ارزښت وړ دى.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغان ولسمشر د سفر په اړه وويل:

"د کرزي صيب دا راتګ چې دى دا د پاکستان او افغانستان په تعلقاتو کې ډېر زيات د اهميت وړ دى او د هغې دوه بنيادي وجې دي، يوه دا چې د کرزي صيب د حکومت وخت چې دى هغه ختمېدو والا دى، افغانستان کې به يو بل بدلون راځي.

له دې سره سره په ٢٠١٤م کال کې چې له افغانستان څخه امريکايي سرتېرو د وتلو په صورت کې د پاکستان کردار څه جوړېږي او يا د کرزي د حکومت موقف څه دى؟ بله دا چې د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت دا منلې ده، چې ددغه هېواد له خوا په افغانستان کې د مداخلت پاليسي ټهيک نه وه، نو زما خپل خيال دا دى چې دا دوره د دواړو هېوادونو لپاره ډېره اهمه ده."

عقيل يوسفزى وايي، چې د پاکستان نوى حکومت به له افغان ولسمشر سره د طالب بنديانو په ګډون پر ټولو کړکېچنو مسالو وغږېږي:

"موږ چې د بنديانو خبره کوو، نو زما خپل خيال دا دى چې د پاکستان نوى حکومت به تر ډېره حده وغواړي، چې ددې مسالې په ګډون په ډېرو نورو مسالو باندې نرمي وښايي او د حامد کرزي صيب دا راتګ نتيجه خيز کړي، ځکه چې دا د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره ضروري ده، چې تر ٢٠١٤م کال مخکې خپل تعلقات بحال کړي او په کومو مسالو باندې چې اختلافات دي هغه له منځه يوسي."

د عقيل يوسفزي په وينا، پاکستان اوس دې ته اړ وتى، چې د افغانستان پر وړاندې پر خپلې پاليسۍ بيا کتنه وکړي:

"په افغانستان کې د پاکستان سفير محمد صادق دوه درې ځلي مخامخ دا ويلي، چې د پاکستان د سټريټيجک ډپټ پاليسي چې وه هغه غلطه وه او بيا سرتاج عزيز هم په کابل کې ويلي وو، چې موږ د يوه ازاد، غېر جانبدار جمهوري او پرمن افغانستان لپاره خپل کوشش جاري ساتو او موږ په [افغانستان] کې څه قسم مداخلت نه کوو او بيا دا خبره نواز شريف پخپله هم کړې وه، نو ددغو درې اهمو چارواکيو له خوا چې کوم پېغامونه کابل ته ورغلي وو، نو زما په خيال ددې په رڼا کې به د کرزي صيب سره خبرې اترې نتيجه خيزې او مهمې وي."

که څه هم افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي، چې په خپله خاوره کې یې وسله وال روزل کېږي او بیا د جګړې لپاره افغانستان ته استول کېږي، خو د پاکستان حکومت دا تورونه ردوي.

د پاکستان نوي صدراعظم نواز شریف په خپلو وروستیو ویناوو کې له افغانستان سره د ښو اړیکيو ژمنه کړې، خو تر ده وړاندې نورو پاکستانیو چارواکيو هم ورته ژمني کړې وې. دا به وروسته معلومه شي، چې آيا د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره رښتینې همکاري کوي او که د پخوانیو حکومتونو په څېر به دا همکارۍ يواځې تر ژمنو محدودې وي.

راپور: ذبيح الله شفق - پېښور
XS
SM
MD
LG