د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

خليلي: هند د افغان ځواکونو د تجهيز ژمنه وکړه


د ولسمشر دويم مرستيال چې د هند له درې ورځني سفر څخه راستون شوى، وايي هند ورسره د افغان ځواکونو په تجهيز او پياوړتيا کې د مرستې ژمنه وکړه.

کريم خليلي چې پرون کابل ته له راستنېدو سره سم يې له رسنيو سره خبرې کولې وويل، هند به د توان تر حده تر خپلو شرايطو لاندې د افغان امنيتي ځواکونو په غښتلتيا کې همکاري وکړي.

ده د دې همکارۍ اندازه څرګنده نه کړه.

د ولسمشر دويم مرستيال پرون ناوخته له رسنيو سره په خبرو کې هند ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او ويې ويل هندي چارواکو په زياتو برخو کې له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

کريم خليلي وايي هند د نورو مسايلو تر څنګ ومنله چې د افغان امنيتي ځواکونو په تجهيز او پياوړتيا کې به له خپلو شرايطو سره سم، تر خپله وسه همکاري کوي:

”دوى لکه مخکې چې ډاډ راکړى و، بيا اطمينان راکړ، چې تر خپله وسه به د افغانانو په خدمت کې وي، د افغان امنيتي ارګانونو په تجهيز او غښتلتيا کې به همکاري کوي. دوى د تجهيزاتو يادونه هم وکړه په عام ډول يې خپله امادګي وښوده چې د خپلو امکاناتو او توان تر حده به له خپلو شرايطو سره سم راسره همکاري کوي“

خو ښاغلي خليلي ونه ويل چې هند به په مشخص ډول د افغان امنيتي ځواکونو د تجهيز او پياوړتيا په برخه کې کوم کارونه کوي او شرايط يې څه دي؟

د ښاغلي خليلي په وينا له هندي چارواکو سره يې په افغانستان کې د سولې او پخلاينې د روانې پروسې په اړه هم خبرې کړې دي. ده هيله وښوده چې په دې پروسه کې به پاکستان په پوره صداقت سره يو برجسته رول ولوبوي.

هند او پاکستان چې دوه رقيب هېوادونه دي د افغانستان په مسئله کې هم ځينې اختلافات لري. هر هېواد هڅه کوي په افغانستان کې د مقابل لوري د نفوذ مخه ونيسي.

د ولسمشر دويم مرستيال په داسې حال کې هند ته سفر کوي، چې ټاکل شوې راروانه اوونۍ افغان ولسمشر حامد کرزى پاکستان ته لاړ شي.

د سولې عالي شورا وايي ولسمشر کرزى به له پاکستاني چارواکو د ځينو طالب مشرانو خوشې کېدل او د سولې په مسئله کې جدي همکاري وغواړي.

افغان حکومت په دې باور دى چې د پاکستان له زندانونو د طالب مشر ملا عبدالغني برادر او نورو خوشې کېدل به د سولې له روانې پروسې سره مرسته وکړي.

له کله چې په پاکستان کې نوى حکومت واک ته رسېدلى دا به پاکستان ته د ولسمشر کرزي لومړى سفر وي. د پاکستان نوي صدراعظم نواز شريف ولسمشر کرزي ته د دې سفر رسمي بلنه ورکړې وه.
XS
SM
MD
LG