د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

په جنوبي وزيرستان کې د طالبانو مهم قومندان سره د ملګرو وژل شوی


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د جنوبي وزيرستان قبايلي سيمې په واڼا کې د پاکستاني وسله والو طالبانو يو مهم قومندان غلام جان له خپلو څلورو ملګرو سره يوځاى وژل شوى دى.

دا پېښه د پنج شنبې په شپه ناوخته د جنوبي وزيرستان په برمل نومي سيمه کې رامنځته شوې.

د جنوبي وزيرستان د سياسي استازي مرستيال شاهد علي خان رسنيو ته ويلي، چې د غلام جان پر موټر د سړک غاړې بم چاودلى دى، چې په ترڅ کې يې د غلام جان پر ګډون پېنځه شکمن سخت دريځه وسله وال وژل شوي دي.

د جنوبي وزيرستان د امنيتي مسوولينو په خبره، غلام جان به په سيمه کې بهرنيو سخت دريځه وسله والو ته پناه ورکوله او په ترورېستي کړنو کې به يې د هغوى مرسته کوله.

د جنوبي وزيرستان يو تن اوسېدونکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط له ازادي راډيو سره په تليفوني خبرو کې وويل، چې غلام جان د پاکستاني طالبانو مهم قومندان و او تر ٢٠٠٧م کال مخکې د پاکستاني پوځ پرخلاف جنګېده.

د هغه په وينا، غلام جان به افغانستان ته د ترورېستي بريدونو لپاره سخت دريځه وسله وال لېږل. نوموړي په دې اړه زياته کړه:

"غلام جان تر ٢٠٠٧م کال مخکې د پاکستاني پوځ پر خلاف ډېر جنګونه کړي دي، خو ٢٠٠٧ کال بعد چې د مقامي طالبانو سره د ازبکو جنګ شو، نو دا بيا له هغوى سره لاړ او بيا تر دوه درې کاله بعد بيا واپس واڼا ته راغى او بيا يې د پاکستاني پوځ پر خلاف جنګ نه دى کړى. نوموړى اوس په افغانستان کې جنګېده، خو په پاکستان کې نه جنګېده."

جنوبي وزيرستان له افغانستان سره په پوله پرته سيمه ده، چې پر٢٠٠٩م کال پکې پاکستاني ځواکونو په سيمه کې د مېشتو وسله والو طالبانو پرضد پراخ پوځي عمليات ترسره کړي وو.

دوى ادعا کوي چې په دغه سيمه کې يې د وسله والو طالبانو مرکزونه له منځه وړي او پر سيمه يې بشپړ کنټرول ترلاسه کړى، خو ځايي اوسېدونکي بيا وايي، چې په سيمه کې اوس هم وسله وال طالبان شته دى، چې وخت ناوخته افغانستان ته اوړي او پر ملي اردو او نورو امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.

د يادونې وړ ده، چې ددې پېښې مسووليت لا تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG