د زمري يا اسد ٢٨ مه نېټه هر کال د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي او په افغانستان کې دننه د دې ورځې په وياړ پرتمين مراسم هم ترسره کېږي.
همدا راز په ځينو بهرنيو هېوادونو کې هم بهر مېشتي افغانان دغه ورځ د ډېرو شاندارو مراسمو په ترسره کولو نمانځي، چې په دغو هېوادونو کې اروپايي هېوادونه په ځانګړې توګه د يادونې وړ دي.
خو له بده مرغه په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د خپلواکۍ دغه وياړمنه ورځ نه نمانځي او يا يې د نمانځلو وس نه لري.
په پاکستان په ځانګړې توګه په خيبر کې افغان کډوال د خپلواکۍ ورځ ولې نه نمانځي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډالو د عالي شورا مشر حاجي رحمت الله ازادۍ راډيو ته وويل، چې په پېښور کې د افغانانو د فرهنګي دفتر د نشتوالى له امله ، افغان کډوال نشي کولاى چې خپلې وياړمنې ورځې ونمانځلى:
"دلته چې زموږ فرهنګي دفتر نشته دى، نو د افغانستان دولت له دې نه بيخي عاجزه دى، چې دلته د افغانانو يو فرهنګي دفتر جوړ کړي. په پېښور کې يو ميليون ايرانيان نشته دى، خو هغوى دلته خپل فرهنګي دفتر لري خو دلته درې ميليونه افغانان پراته دي، خو افغان حکومت دلته د فرهنګي دفتر د جوړولو لپاره هېڅ اقدام نه دى کړى."
د پېښور پوهنتون د نړېوال اړيکيو د پوهنځي محصل او د افغان زده کوونکيو د اتحاديې پخواني مشر نجيب ننګيال ازادۍ راډيو ته وويل، چې افغان سفارت ته ښايي چې د ګران بيه هوټلونو پرځاى دې دغه ورځ د افغان کډوالو په کمپونو کې ونم انځي، ترڅو عام افغانان پکې ګډون وکړاى شي.
نوموړى همدا راز وايي، چې د افغانانو د کلتوري ټولنو او بهيرونو نشتوالى هم ددې لامل دى، چې افغان کډوال دا ورځ لکه څنګه چې پکار ده، هغسې نه نمانځي:
"افغان سفارت په ډېره لوړه کچه چې هلته د عادي افغانانو تګ ډېر مشکل دى، دوى دا ورځ هلته نمانځي. ددې پرځاى چې دا ورځ په سيرينا هوټل کې نمانځل کېداى، پکار وه چې د افغان کډوالو په کيمپونو کې نمانځل کېداى."
نوموړى همداراز وايي:
"فعلا په پاکستان کې چې کوم افغان کډوال اوسېږي، هغه پخوانۍ کلتوري بهيرونه او ټولنې نشته دي او دلته چې کوم د افغان دولت استازي دي، هغوى دلته د افغانستان د خپلواکۍ ورځ نه نمانځي."
د خيبر پښتونخوا د افغاني لېسو د شورا رييس امان الله نصرت ازادۍ راډيو ته وويل، چې دوى هر کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په افغاني لېسو کې په شخصي لګښت په پرتمينو مراسمو نمانځي، خو دا ځل د رخصتيو له امله وتوانېدل چې دا ورځ ونمانځي:
"له بده مرغه دا ورځ په داسې وخت کې راغله، چې په پېښور کې د افغان لېسو رخصتۍ دي د لېسو مديران، استادان او نور ټول کابل او يا نورو بېلابېلو سيمو ته تللي دي."
په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان د قونسلګرۍ د کلتوري خونې مشرې پروين ملال ازادۍ راډيو ته وويل، چې د بوديجې د کمښت، د امنيتي ستونزو او د افغان دولت د نه پاملرنې له امله نشي کولاى، چې د افغان کډوالو په کيمپونو کې د خپلواکۍ او يا د نورو مهمو ورځو په مناسبت پروګرامونه جوړ کړي:
"موږ په دې حصه کې زموږ مشکل دا دى، چې تخصيص نه لري، پخوا به دلته افغان تجاران وو، هغوى به له فرهنګي خونې سره مرسته کوله، نو بيا به څه نا څۀ کېدل، خو اوس هغوى هم ډېرى يې هېواد ته ستانه شوي دي. "
د يادونې وړ ده، چې په اسلام آباد کې افغان سفارت هر کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په پرتمينه او شانداره توګه نمانځي، چې پر ځينو مشخصو افغانانو سربېره ځينې پاکستاني چارواکي هم ګډون کوي.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور