د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

عبدالرازق: په ۱۰ ورځو کې یواځې ۷سړي تښتونکي نیول شوي


د کندهار د امنېي قومندان جنرال عبدالرازق
د کندهار د امنېي قومندان جنرال عبدالرازق

محمدصادق رښتینی- کندهار

په کندهار کې د اوو سړي تښتونکو په ګډون شاوخوا ۳۰ وسلوال غله نیول شوي، چارواکي وايي، د اوو سړي تښتونکو په ګډون دغه ۳۰ وسلوال غله د لسو ورځو په جریان کې د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د کندهار د امنېي قومندان جنرال عبدالرازق ازادی رادیو ته وویل چې؛ دغه وسلوال غله تر ډیره د تړل شوو امنیتي کمپنیو پخواني کار کوونکي دي:

"دا میاشت غله زیات نیول شوي یوازي په لسو ورځو کې اووه سړي تښتونکي نیول شوي بیا هم زموږ سره په دې برخه کې د خلکو همکاري زیاته مهمه ده چې؛ دا غلا وي ورکي کړو."

بل خوا د سړي تښتونې په یوه تازه پیښه کې وسلوالو غلو یو پنځه کلن کوچنی تر تښتولو وروسته وژلی دی.

د امنېي قومندان جنرال عبدالرازق وايي، دغه ماشوم د اختر ه مخکې د روژې په ۲۵ وتښتول شو او د لسو ورځو تېرېدو وروسته د پولیسو له خوا د هغه مړی د ښار په نهمه ناحیه کې وموندل شو.

د ماشوم پلار او د کندهار د ګمرک مرستیال اسدالله وايي چې؛ تښتونکو د ده د ماشوم د خوشې کېدو په بدل کې د پنځه لکه امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.
XS
SM
MD
LG