کابل چاپ نننیو ورځپاڼو پاکستان د ولسمشر حامد کرزي د سفر او د افغانستان په سوله کې د پاکستان په رول لیکنې او تبصرې کړي دي.
سرنوشت ورځپاڼې لیکلي ولسمشر کرزی د روانې میاشتې په پای کې پاکستان ته ځي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي نوموړی به له پاکستاني چارواکو سره د سولې پر بهیر او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي د پاکستان په اړه د افغان حکومت په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.
یادې ورځپاڼې لیکلي افغان حکومت پاکستان د حامد کرزي سفر ته ځانګړې لېواتیا نه لري، ښايي دا سفر ترسره او یا هم لغوه شي.
د لیکوال په اند د پاکستان په اړه د افغان حکومت په دریځ کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.
د سرمقالې د لیکوال په باور افغان حکومت پاکستان ته رسمي سفرونه او له پاکستاني لوري سره لیده کاته هغه مهال اړین بولي، چې مثبتې پایلې ولري.
د لیکوال د معلوماتو له مخې له پاکستاني چارواکو سره د افغان حکومت خبرو، پریکړو او تړونونه بې اغیزې دي او پاکستان تر اوسه له افغانانو سره پر یوه تړون او ژمنې هم وفا نه ده کړې.
لیکوال وړاندیز کوي که چېرته پاکستان د ولسمشر حامد کرزي سفر ممکن وي، چې پاکستان په افغانستان کې د لاسوهنو له دغه راز کړنو لاس پرسر شي او پاکستان دې افغان حکومت ته دې په دې اړه پوخ تظمین ورکړل شي، نو ممکنه سفر به مثتبې پایلې ولري.
ملي باور ورځپاڼې لیکلي ملګرو ملتونو له پاکستان غوښتي چې؛ د افغانستان په سوله او امنیت کې مرسته وکړي.
ورځپاڼه د بانکي مون له خولې لیکي، له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل به یوازې د افغان ولس او د حکومت لپاره نه، بلکې د ملګرو ملتونو او د سیمې د هېواونو لپاره هم یوه ننګونه وي.
همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې ایا پاکستان ریښتینې همکارۍ ته ژمن دی؟
لیکوال خپلې پوښتنه ته ځواب ویلې او لیکي افغانان د پاکستان صادقانه همکارۍ ته د شک په سترګه ګوري او باور پرې نه کوي چې دا هېواد به په ریښتنې توګه له افغان حکومت سره همکاري وکړي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي نولازمه ده چې په دې هېواد د نړیوالې ټولڼې له لوري فشارونه رواړي شي.
د سرمقالې د لیکوال په اند له بلې لوري بیا افغان حکومت د بې په پالیسۍ او ټګ لارې باندې چې ترلاس لاندې ده چټک کارونه وکړي، ترڅو پاکستان په دې وپوهیږي، هغه څه افغانان هم کولای شي، څه چې دوي یې کوي.
چمتوکوونکی:رحمت الله افغان