د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

پتنګ: د اختر په شپو او ورځو کې پولیس د تیارسۍ په حالت کې دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د اختر په شپو او ورځو کې یي په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره پولیس د تیارسۍ په حالت کې دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال مجتبی پتنګ د چهارشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل، چې امنیتي ارګانونو احضارات زیات کړي ترڅو خلک په خوندي چاپیریال کې اختر ولمانځې.

له بلې خوا د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي د اختر په ورځو کې د امنیت له کبله اندیښمن دي.

د کورنيو چارو وزارت ډاډ ورکوي، چې کشفي او امنيتي ارګانونو د اختر په ورځو کې د وسله والو مخالفانو د احتمالي بريدونو د مخنيوي لپاره جدي تدابیر نیولي دي.

د کورنيو چارو سرپرست وزیر جنرال مجتبی پتنګ د چهار شنبي په ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول پوليس د اختر په ورځو کې لومړۍ درجه احضارات لري او په ټول افغانستان کې د تیارسۍ په حال کې دي.

هغه وويل، چې امنيتي ځواکونه د خلکو د ښه امنيت نيولو لپاره د اختر په ټولو ورځو کې د مرکز او ولايتونو په هره برخه، واټونو، ميله ځايونو او له ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې حضورلري:

’’د اختر په ورځو کې ټول امنیتي تدابیر نیول شوي،ترڅو زمونږ هیوادوال وکړای شي دکوچني اختر شپې ورځې له خپلو کورنیو او دوستانو سره په ښه توګه ولمانځې.

همدارنګه په ولایتونو کې هم کلک امنیتي تدابیر نیول شوي،او ټولې اسانتیاوي ورته برابرې شوې دي’’

ښاغلی پتنګ وايي چې، کشفي او استخباراتي ارګانونو خپلې هڅې پراخې کړي، څو په کابل او ولایتونوکې د وسله والو مخالفانو دهر ډول احتمالي حملومخه ونیسي.

له بلي خوا عام خلک دامنیتي ارګانونو ژمنو ته دشک په سترګه ګوري او غوښتنه کوي چې د اختر لمانځلو لپاره دې لازم امنيتي تدابير ونيسي:

((زما نوم محمد علم دی د کابل ښار یو اوسیدونکی، د اختر په ورځو کې باید ملي پولیس، ملي اردو او د ملي امنیت کار کوونکي سم امنیت ونیسي، د دې لپاره چې موږ وکولای شو د خپلو دوستانو کورونو ته په ارامۍ سره ولاړ شو))

۲:- زما نوم شاه زمان دی ، که د اختر په ورځو امنیت ښه وي خلک کولای شي په ډيرې ارامی سره وګرځي، امنیت په ښار کې د خلکو په ګرځېدو ډیره اغیزه لري، خو له بده مرغه امنیتي ارګانونه کومي ژمني چې کوي نه یې پوره کوي ،نو زموږ غوښتنه له پولیسو نه داده چې امنیت سم ونیسي څو خلک وکولای شي خپله خوښي ولمانځي.)).

د کورنیو چارو وزارت داسې مهال په اختر کې د امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکوي، چې په تیرو څو ورځو کې په یو شمیر لویو ښارونو کې ځان وژنکو اونورو حملو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

امنیتی څیړونکي وایی چې پولیس او استخباراتي ځواکونه باید خپلې هلې ځلې نورې هم زیاتې کړي ترڅو د وسله والو مخالفانو له حملونه مخکې د هغوی پلانونه شنډ او د مرګ ژوبلې مخه ونیسي .

ناجیه ساپۍ کابل
XS
SM
MD
LG