نړۍ
مالیزیا: په سمندر کې د ډوبو شویو انډونیزیایانو د موندلو هیلې په ختمېدو دي
باور دی چې، د لرګیو څخه په جوړې شوې دې کښتۍ کې هغه څلور څلوېښت کسان سپاره وو چې؛ د روژې د میاشتې د پای ته رسېدو سره کورونو ته ستنیدل.
دا کارکونکي چې، ټول مسلمانان ښودل شوي؛ د اختر په درشل کې د انډونیزیا د باټام ټاپو ته روان وو.
له څلورو ژغورل شویو کسانو څخه یو یې چې د شنبې په ورځ وختي ژغورل شوی؛ ویلي، د کښتۍ سپرلۍ درنو څپو ویرولې وې او د خلکو څخه د ډکې کښتۍ د ډوبیدو سبب شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
شمالي کوریا نن دوه بالستیک توغندي وتوغول
شمالي کوریا نن یکشنبه ( د جدي ۱۴) لږ تر لږه دوه بالستیک توغندي وتوغول.
دا توغندي له پلازمینې پیونګ یانګ څخه د جاپان او دواړو کوریاو ترمنځ پراته سمندر ته وتوغول شول.
دا توغونه پر وینزویلا د متحده ایالتونو له برید څو ساعته وروسته او داسې مهال وشوه چې د جنوبي کوریا مشر چین ته خپل دولتي سفر پيل کړ.
رویټرز لیکلي، دا له تیرو دوو میاشتو راهیسې لومړی ځل دی چې شمالي کوریا دغه ډول توغندي توغوي.
بریتانیا او فرانسې په سوریه کې د داعش پر یوه مرکز ګډ عملیات کړي
برتانیا او فرانسې د یکشنبې په ورځ (د جدې ۱۴مه) اعلان وکړ چې دوی په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش، پر وړاندې ګډ هوايي بریدونه کړي دي.
د برتانیا دفاع وزارت وویل چې دوی له فرانسې سره په ګډه تیره شپه په سوریه کې تر ځمکې لاندې هغه ځای په نښه کړ چې ګمان کیږي داعش د وسلو او چاودیدونکو توکو د زیرمه کولو لپاره کاروه.
د سر د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د برتانیا دفاع وزارت زیاته کړې، هیڅ داسې نښې نشته چې وښيي د پالمیرا په لرغونې سیمه کې شویو دې عملیاتو کې ملکیانو ته زیان اوښتی وي.
د اسلامي دولت ډله په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې د ځمکې درلودو له پلوه له ماتې سره مخامخ شوه، خو د دغه هېواد په دښتو او بیابانونو کې یې لا هم خپل حضور ساتلی دی.
ابوظبي د یمن تحولاتو ته اندیښنه څرګندوي
متحدوعربي اماراتو د شنبې په ورځ وویل چې په یمن کې د روان کړکیچ په اړه ژوره اندیښنه لري. دا وروسته له هغه چې د سعودي عربستان په ملاتړ حکومتي ځواکونو په هغو سیمو کې چټک پرمختګ وکړ چې تیره میاشت د متحده عربي اماراتو په ملاتړ جنوبي بیلتون غوښتونکو نیولې وې.
د ابوظبي اعلامیې وویل چې یمنیان باید له زغم څخه کار واخلي او د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.
تردې څو ساعته مخکې د جنوب انتقالي شورا (STC) چې امارات یې ملاتړ کوي ویلي وو چې په دوو کلونو کې د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه کوي.
د انتقالي شورا ځواکونه له هغو مهمو سیمو وویستل شول چې دوی تیره میاشت ناڅاپه نیولې وې.
هند وايی افغانستان سره اړیکې د ولس د خیر ښېګڼې لپاره پالي
دهند بهرنیو چارو وزیر وايي نوي ډیلي د افغانستان تګلاره د خلکو پر بنسټ ساتلې او پاللې ده، داسې چې بشري مرستو، پراختیایي همکارۍ او د افغانستان له ټولنې سره دوامداره ښکیلتیا ته لومړیتوب ورکوي.
ایس جي شنکر دا څرګندونې د جمعې په ورځ د چینای ایالت په یوه پوهنتون کې له محصلینو سره د خبرو پرمهال وکړې. نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره خپله غونډه مثبته وبلله.
امیرخان متقي د اکتوبر له نهمې تر شپاړسمې هند ته تللی و او دا د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي لومړی سفر و چې هند ته ترسره شوه.
هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني خو په کابل کې یې خپل سفارت فعاله کړی دی.
د وینزویلا دفاع وزیر وايي د بهرنیو عسکرو د حضور په وړاندې مقاومت کوي
په داسې حال کې چې د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو نیول شوی او له هیواد بهر ویستل شوی دی ، د وینزویلا دفاع وزیر د شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې په یوې ویډیو کې وویل چې وینزویلا به د بهرنیو عسکرو د حضور په وړاندې مقاومت وکړي.
دفاع وزیر ویلادیمیر پادرینو وویل په وینزویلا باندې امریکايي برید کې ولسي سیمې په نښه شوي دي او دوی د وژل شویو او ټپیانو په هکله معلومات راټولوي.
ټرمپ په خپله خواله رسنۍ سوشل ټروث ولیکل چې نیکولاس مدرو یې نیولی دی.
ایران کې د اعتراضونو دوام؛ ځینې وژل شوي مظاهره چیان پرون خاورو ته وسپارل شول
په ایران کې د حکومتي ځواکونو له مخنیوونکو اقداماتو سربېره ګڼو ښارونو کې تر شپې ناوخته لاریونونو دوام درلود.
لږ تر لږه اوه کسان په تېرو شپږو ورځو کې د لاریونونو پر مهال وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
د راپورونو له مخې پرون هغه کسان هم خاورو ته سپارل شوي چې په تېرو شپږو ورځو کې وژل شوي.
د ازادې اروپا فردا راډیو په راپورونو کې راغلي چې د جنازې په مراسمو کې هم ګڼو خلکو د حکومت پر ضد شعارونه ورکړي او له امنیتي ځواکونو سره یې اخ او ډب کړی دی.
خلکو اعتراضونه د ډالرو په وړاندې د تومانو د بېساري لوېدو په خاطر پيل کړل چې اوس یې لمن ګڼو ښارونو ته غځېدلې او پکې لاریونوال حکومت په فساد، جبر او د منابعو په ضایع کولو تورنوي.
د ایران امنیتي ارګانونو مظاهره چیان د دوی په خبره بلواګر یاد کړي چې غواړي له منځته راغلي وضعیته ناوړه ګټه پورته کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران پر سوله ییزو مظاهره چیانو ډزې وکړي او هغوی ووژني نو متحده ایالات به د دغو خلکو ژغورنې ته ودانګي.
دغو څرګندونو د ایران کلک عکس العمل پارولی او په سیمه کې یې د امریکايي سرتیرو او اهدافو په اړه ګواښونه هم کړي دي.
اتو پاکستانيو خبریالانو ته د عمري بند سزا اورول شوې
د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې اته تنه خبریالان په عمر بند محکوم کړل.
په دوی باندې د ترهګرۍ اړوند جرایمو تورونه لګېدلي چې د پخواني بندي صدراعظم عمران خان په ملاتړ له انلاین فعالیتونه سره تړلي بلل شوي.
د راپورونو له مخې دا خبریالان د هغو قضیو په خاطر محکوم شوي چې د ۲۰۲۳ کال د مې په نهمه تر تاوتریخجنو مظاهرو وروسته ثبت شوې وې.
په هغو مظاهرو کې د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان په پوځي مراکزو په بریدونو تورن شوي.
پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف پاکستان رهبر عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی.
ټرمپ وايي که ایران سوله ییز مظاهره چیان ووژني امریکا به هغوی وژغوري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که ایران مظاهره چیان ووژني دوی به یې ژغورنې ته ودانګي.
د راپورونو له مخې په ایران کې چې مظاهرې نن شپږمې ورځې تر رسېدلي لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
ټرمپ په خپله تروث سوشیال پاڼه کې په بیان کې لیکلي :« که ایران سوله ییز لاریونوال ووژني چې دا یې رسم دی، متحده ایالات به د هغوی ژغورنې ته ور ودانګي.»
د هغه په خبره امریکا د اقدام لپاره چمتو ده.
د ټرمپ دغه بیان د ایران د لوړپوړو چارواکو کلک عکس العمل پارولی.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سلاکار علي لاریجاني په ایکس پاڼه د یوه بیان له لارې په سیمه کې امریکايي سرتیري ګواښلي دي.
د ایران د رهبر علي خامنه يي سیاسي سلاکار علي شمخاني هم ګواښ کړی چې ایران به د دغه هېواد په چارو کې لاسوهونکو ته کلک ځواب ورکړي او لاس به یې ورلنډ کړي.
د بشري حقونو مدافع ډلو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړي او له تاوتریخوالي یې کار اخیستی.
د ایران شاوخوا ۳۰ ښارونو کې د ډالرو او سرو زرو د بیو د بېساري لوړېدو په غبرګون مظاهرې روانې دي.
ایران کې لږ تر لږه ۷ مظاهره چیان وژل شوي
په ایران کې د تازه لاریونونو پر مهال لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي دي.
ځینو رسنیو د اولسو او ځینو نورو بیا د ۳۲ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړی.
د ازادي راډیو فردا څانګې ته د ور رسېدلو ویډیوګانو له مخې امنیتي ځواکونه په خلکو اوښکی بهوونکی ګاز کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
په یوه پېښه کې د فارس نیمه دولتي خبري اژانس په خپله هم تایید کړې چې دری تنه د لُرستان ولایت په ازنا ښار کې د پولیسو یوه مرکز ته د ننوتلو پر مهال وژل شوي.
مظاهرې چې د ډالرو او سرو زرو د بیو د بېساري لوړېدو په غبرګون پیل شوې وې نن جمعه شپږمې ورځې ته رسیدلي.
د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري ارګان هرانا راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۱۹ مظاهره چیان هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
مظاهرې څه باندې دېرشو ښارونو ته غځېدلي او پر مهال یې ښکاري چې خلک د رژیم او امنیتي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکوي.
هرانا د ایران د بشري حقونو د مظاهرو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا په خلکو د اوښکي بهوونکي ګاز او ډزو راپورونه ورکړل شوي.
د ایران د مظاهرو په ترڅ کې د اوو تنو د تلفاتو راپورونه خپاره شوي
ایراني چارواکو نن د ایران په بیلابیلو سیمو کې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره چمتوالی نیولی.
د اونۍ له پیله په ایران کې د اقتصادي ستونزو له امله خلکو لاریونونه پيل کړې دي. د دولت تر واک لاندې رسنیو او د نړیوالو بشري حقونو ډلو پرون راپور ورکړ چې د اعتراضونو پرمهال د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ وډب پرمهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوې دي.
حکومتي رسنۍ معترضانو ته د بلواګرو خطاب کوي او هغوی ملامتوي.
ایراني چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تایید کړي، او ازادې راډیو هم ونه شول کولای چې دا راپورونه په خپلواکه توګه تایید کړي.