په پاکستان کې وروستيو بارانونو او سېلابونو لسګونه کسان وژلي دي. په بلوچستان ايالت کې هم د سېلابونو له امله زيات شمېر کورونه اوبو وړي او خلک له خپلو سيمو څخه خوندي سيمو ته کډې کوي. د سېلابونو له امله تر اوسه د پينځلسو تنو د مړينې خبر هم ورکړل شوى دى.
درې ورځې وړاندې له پښتونخوا ايالته د وسې يا پشکال د بارانونو او سېلونو لړۍ سيند ايالت او بلوچستان ته هم را وغزېده او له وړمې شپې راهيسې د ايالت په بېلابېلو ختيځو او جنوب ختيځو سيمو کې پرله پسې بارانونو خلکو ته تاوانونه ور اړولي دي.
هغه سيمې چې لا هم بارانونه پکې تم شوي نه دي، جل مګسي، نصيراباد، خضدار، ډېره بګټي او ختيځې سيمې سيوۍ، لورالاى او زيارت سيمه ده، چې ګڼو باراني او سېلابي اوبو خلک له خپلو کورونو لاس پر سر کړي. په لورالاى سيمه کې يو موټر په سېلابي اوبو کې نښتى وو چې پکې سپاره دوه تنه و ژغورل شول او يوه يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هلته په جل مګسي سيمه کې هم د تېرو دوو ورځو د پرله پسې بارانونو له امله سېلونه راغلي چې د چارواکيو په وينا اته کلي يې وړي دي او خلکو ته يې په پراخه پيمانه مالي زيان اړولى او تر اوسه پورې پکې يواځې د يوه تن د مړينې خبر ورکړل شوى دى. د جل مګسي د يوې سېلاب ځپلې سيمې اوسېدونکى اورنګزېب وايي:
"زه په کاري کلي کې ولاړ يم، زه پينځه کلي ټول اوبو لاندې کړي دي، څلور پينځه فوټه اوبه ولاړې دي، د پوښتنې څوک مو نه شته، ژغورنې ته مو څوک نه دي راغلي، هيڅ اسانتياوې هم نه لرو، موږ ته په پينځه کيلوميتره د کوچران په نامه يو بل کلى هم دى چې دوه- دوه نيم سوه کورونه پکې تباه شوي، پسونه يې اوبو وړي دي، خلک په ژړا دي، تر اوسه پورې لا هم زموږ په سيمه کې پينځه شپږ فوټه اوبه ولاړې دي او دېوالونه را نړېږي"
د بلوچستان له قدرتي آفتونو څخه د ژغورنې د مرستندويې ادارې مشر خالد بلوڅ وايي له سېلابونو اغېزمنو شويو سيمو ته يې مرستندويې ډلې لېږلې دي او سېلاب ځپليو ته يې خېمې او خوراکي شيان هم ور لېږلي دي:
"د هغوى د مرستې لپاره مو له دې ځايه تياري کړې ده، د سېلاب ځپليو د پناه لپاره مو دوولس سوه خېمې جل مګسي سيمې ته لېږلې دي، د خوراکي موادو دوه نيم زره کڅوړې مو هم ور لېږلې دي چې د ورځني ژوند د اړتيا وړ شيان پکې شامل دي، لورالاى سيمې ته مو هم پينځه سوه او سيوۍ سيمې ته مو سل خېمې ور لېږلې دي. دا وخت د سېلابونو د مخنيوي هڅې روانې دي او د اندېښنې وړ خبره نه شته"
هلته کراچۍ ښار ته نيژدې د بلوچستان په سرحدي ښار حب کې هم پرون د بارانونو له امله د يوه کور چت را لوېدلى چې د يوۍ کورنۍ پينځه تنه تر لاندې مړه شوي دي. همدارنګه د خضدار په تال سيمه کې هم ګڼو بارانونو د يوه کور چت را غورځولى چې درې تنه تر لاندې مړه شوي دي. د وروستيو مالوماتو له مخې د ايران پولې ته نيژدې په تربت سيمه کې د بارانونو له امله سېلابونه راغلي چې ګڼ شمېر کورونه يې وړي او نن سهار د پينځو مېرمنو مړي را ايستل شوي دي.
د بلوچستان د اطلاعاتو د ادارې د مالوماتو په اساس تر اوسه پورې د بارانونو او سېلابونو له امله په بلوچستان کې پينځلس تنه مړه شوي دي او احتمال شته چې سېلابونو نور خلک هم وړي او مړي يې ترى تم وي.
د يادونې وړ ده چې په ٢٠١٠م او ٢٠١١م کلونو کې هم د بلوچستان ختيځې او جنوب ختيځې سيمې سېلابونو لاندې کړې چې خلک يې تر اوسه لا هم په سيند او د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بېکورۍ ژوند تېروي، حکومت لا هماغه سېلاب ځپلي بېکوره شوي خلک په بشپړه توګه ځاى پر ځاى کړي نه وو، چې د سېلابونو يوې نوې لړۍ نورې کورنۍ هم له خپلو کورونو لاس پر سر او کډه کولو ته مجبوره کړې.
راپور: بارکوال مياخېل، کوټه