د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۹

په ننګرهار چاودنې۱۶تنه ټپیان کړل


په ننګرهار کې یوې چاودنې د څارنوال قیوم په ګډون شپاړلس تنه ټپیان کړل.

نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د قبایلو ریاست ته څېرمه د ننګرهار د څارنوال قیوم پر موټر چاودنه وشوه.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د امنیت امر معصوم خان هاشمي وايي، چې په دې چاودنه کې خپله څارنوال قیوم له درې تنو ساتوونکو سره زخمي شوی او دارنګه دولس تنه نور عام خلک هم ټپیان شوي دي.

دی وايي، چې په ټپیانو کې دوه ماشومان او دوه میرمنې هم شاملې دي.

د دې پيښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG