د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۷

"نه شو کولای د وړو اختلافاتو پرسر خپلې ګډې کټې له پامه وغورځوو"


امریکا او پاکستان د پنجشبې په ورځ په دې سلا شول چې د امنیت او نورو مسالو په اړه به د دواړو هیوادونو چارواکي خبرواترو ته دوام ورکوي. خو ویل کیږي چې، د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته د ورته مسلو په اړه لا هم دواړه خواوې پر یوبل بې باوره دي.

د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د ختمولو د امکان په اړه یو پاکستاني ټلویزون ته د جان کري څرګندونې لومړی ځل دی چې؛ د امریکا د حکومت یو لوړ رتبه چارواکي د "سي. ای. اې" د دې پروګرام د پای ته رسولو په اړه څرګندونې کوي.

"سي. ای. اې" یا د امریکا د مرکزې استخباراتو اداره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د تروریستانو پر ضد تر ټولو موثره وسله ګڼې.

د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د ختمولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کوم مهال ویش یاد نه کړ او د دې مسالې په اړه یې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما هغه څرګندونې په یو ډول تکرار کړې چې؛ د روان کال په لومړیو کې یې کړې وې.

د امریکا او پاکستان اړیکې:

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه پاکستان ته په خپل لومړني سفر کې جان کري د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پیل خبر ورکړ. نوموړي وویل، نه غواړي چې د تروریزم سره د مبارزې او په افغانستان کې د جګړې په څیر تودې مسالې د امریکا او پاکستان په اړیکو کې ټاکونکی رول ولري.

جان کری زیاته کړه، په وروستیو څو کلونو کې موږ په خپلو کې یو څه اختلافات لرل. نوموړې د اسلام اباد او واشینګټن په اړیکو کې حساسیت ته په پام وویل:

"موږ نه شو کولی اجازه ورکړو چې د هغو مسالو پر سر چې د وړو اختلافاتو سبب کیږي؛ خپل هغه ګډې کټې او ارزښتونه له پامه وغورځوو چې موږ له یو بل سره متحدوي."

پاکستاني چارواکي په قبایلي سیمو کې د وسله والو پر مرکزونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له کبله په غوسه دی او دا پر خپله خاوره تیری بولي.

دوی د امریکا د بهرنیو چارو پر وزیر فشار راوړ چې؛ دا بریدونه باید بند شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د دولتي تلویزون سره په مرکه کې وویل:

"زه فکر کوم دا پروګرام به هغه مهال پای ته ورسیږي چې؛ موږ د ګواښ یوه لویه برخه له منځه یوسو او د دې له منځه وړلو لپاره زموږ هڅې روانې دي.

زه فکر کوم چې د امریکا ولسمشر د دې لپاره یو واقعي زماني جدول لري او هیلمن یې چې دا بریدونه به ډير زر پای ته ورسیږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان دولتي تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړه، دا بریدونه له څو عواملو سره تړلي دي او موږ په دې اړه د پاکستان له حکومت سره کار کوو.

د کري له دې څرګندونو وروسته د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي د دې خبرې د روښانولو لپاره خبریالانو ته وویل؛ له افغانستان څخه د امریکا د سرتیرو د وتلو او د القاعده شبکې د ګواښ په محدودولو کې د شوې پرمختګ له کبله د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کم شوې دي.

نوموړې زیاته کړه :

"د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هغه بدلونونو ته اشاره وکړه چې؛ تمه لرو، د وخت په تیریدو په دې پروګرام کې راشي. خو کوم ځانګړې زماني جدول نه شته چې وړاندې شي."

پاکستان ته په خپل دې سفر کې جان کرې د دې هیواد له صدراعظم نواز شریف، د صدراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز او د پوځ له مشر پرویز اشفاق کیاني سره وکتل.
XS
SM
MD
LG