د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت وايي چې؛ جنوبي کوریا ته د موسیقۍ یوه ډله لیږي.
د دغه انسټیټوټ رییس ډاکټرناصر سرمست ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ په دې ټیم کې نجونې او هلکان شامل دي او تمه ده د افغاني موسیقۍ د پيژندنې په خاطر د یوې اوونۍ لپاره په جنوبي کوریا کې کنسرټونه اجرا کړي:
"کوم ګروپ چې کوریا ته ځي په مجموع کې لس نفره دي او د یوې اوونۍ لپاره به د جنوبي کوریا په سیول او سانچون ښارونو کې خپل کنسرټونه اجرا کړي.
دا سفر د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت له خوا برابر شوی دی."
ښاغلی سرمست وايي، دا هنري سفرونه به نړیوالو ته د افغاني فرهنګ په ورپیژندلو کې ډېره مرسته وکړي.
تر دې مخکۍ د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ د امریکا متحده ایالتونو ته هم د موسیقۍ یوه ډله لیږلې وه.