د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۳

د افغانستان صادرات له چابهار بندر څخه پیل شوي دي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې؛ د ایران له چابهار بندر څخه د افغانستان صادرات پیل شوي دي.

د افغانستان د سوداګری او صنایعو وزارت وایي چې؛ د افغانستان لباره د ایران د چابهار بندر په فعالیدو سره هندوستان، اروپایي او د منځني آسیا هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره یوه نوې لار پرانیستل شوه.

د دې وزارت ویاند وحیدالله غازي خېل د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ په دې بندر کې ځینې اسانتیاوې شته چې د افغانستان لپاره په نورو بندرونو کې نشته.

"هغه اسانتیاوې چې په چابهار بندر کې افغان حکومت ته برابرې شوي؛ په نورو بندرونو کې نه دي ورکړل شوي.

موږ کولی شو، هلته خپل تاسیسات ولرو، کولی شو هلته بانکي څانګې پرانیزو، کولی شو، خپل افغان کارکوونکي هلته استخدام کړو او هلته خپله ځمکه او ځای ولرو.

هندوستان یواځینی هیواد دی چې، د دې بندر د جوړیدو لپاره یې سل میلونه امریکايي ډالر بیل کړې دي، هغوی ډیر علاقه مند دي چې؛ موږ له دې لارې صادرات او واردات وکړو."


د ایران حکومت شاوخوا یو کال مخکې افغانستان ته په چابهار بندر کې پنځوس هکتاره ځمکه ورکړه؛ تر څو خپل تاسیسات پرې جوړې کړي.

چارواکي وايي چې، اوس له دې بندر څخه د افغانستان صادرات پیل شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان به د جوزجان له لارې په مستقیمه توګه د ایران چابهار بندر ته خپل مالونه انتقالوي او بیا به یې له هغه ځای نه هندوستان، د منځنی آسیا او اروپایي هیوادونو ته لیږدوي.

افغان چارواکي وايي، د چابهار بندر له فعالیدو سره سره به افغانستان د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره د پاکستان د کراچۍ له بندره هم کار اخلي.

خو د رپوټونو له مخې د پاکستان حکومت اکثره وخت په دې بندر کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.

د سوداګری او صنایعو وزارت ویاند هم وویل چې؛ که څه هم ځینې افغان سوداګر خپل مالونه د کراچۍ بندر له لارې انتقالوي؛ خو د پخوا په پرتله یې اندازه راکمه شوې ده.

بل خوا افغان سوداګر د چابهار بندر د افغانستان لپاره مهم بولي؛ خو وايي، افغان سوداګر نه شي کولای چې په نږدې راتلونکې کې له دې بندره ډیره ګټه واخلي.

د افغانستان د سودګرۍ او صنایعو خونې مشر محمد قربان حقجو وایي چې؛ د نړی هیوادونه له ایران سره ښې اړیکې نه لري نو ځکه ښايي دغه بندر د افغانستان د صادراتو لپاره ډیر ګټور نه وي.

"د چابهار په برخه کې له څو جدي ستونزو سره مخ یو؛ اول خو د چابهار کمزوري زیربناوې دي، ایران باید په خپلو بندرونو کې د صادراتي او وارداتي امکاناتو په تقویه کولو ډیره پانګونه وکړي.

دوهمه مساله د نړۍ د لویو بار وړونکو موټرو مساله ده چې؛ د هغوی لاره چابهار نه ده، کله چې د چابهار بندر نوم ورته واخلي؛ وایي، موږ د هغه ځای لپاره کود نه لرو چې هلته مواد انتقال کړو.

یوه بله مهمه ستونزه د امریکا د قیوداتو وضع کول دي، که چیرې دا ثابته شي چې یو جنس د ایران له لارې راغلی هغه د امریکا دولت نه مني.

که رښتیا ووایم نو مونږ په نږدې راتلونکې کې له چابهار بندره کار نشو اخیستلی."


د اقتصادي چارو یو شمېر کتونکي وایي، افغانستان په وچه کې راګیر یو هیواد دی، ځکه خو باید د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره په څو بیلابیلو لارو کار وکړي.

افغان چارواکو هم وايي چې، هڅه کوي د سوداګرۍ په برخه کې په پاکستان اتکا را کمه کړي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې همداراز وویل چې؛ د منځنۍ اسیا له لارې یې هم تر ترکیې او اروپايي هیوادونو پورې د یوې نوې ترانزیتي لارې د جوړېدو لپاره هڅې پیل کړي دي.
XS
SM
MD
LG