د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

مالیې وزارت وایي، له امریکا نه مالیه او محصول نه اخلي


د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال ګل مقصود ثابت وايي، د ایساف قراردادیانو د معافیت په نوم اویا زره کانټیره مواد له ګمرکونو راتیر کړي
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال ګل مقصود ثابت وايي، د ایساف قراردادیانو د معافیت په نوم اویا زره کانټیره مواد له ګمرکونو راتیر کړي

راپور: اسدالله "لودین"

د مالیې وزارت وایي، دوي د ایساف ځواکونو له اکمالاتو څخه د محصول او مالیې په نوم هیڅ پیسې نه اخلي، خو د سرغړونو له امله یې اویا میلیونه ډالر جرمانه کړي دي.

د دې وزارت چارواکي وایي، په ایساف یې دغه جرمانه د دې لپاره وضعه کړې چې؛ قراردادیانو یې افغانستان ته اویا زره موټره مواد را داخل کړي، خو د سرنوشت په اړه یې حکومت تر اوسه نه دی خبر.

افغان چارواکي وايي، دوي په ایساف ځواکونو باندې د هر کانټینر په سر زر ډالره جریمه پرې ایښي.

د ایساف ځواکونو د جریمه کولو دغه پریکړه د وزیرانو شورا هم تصویب کړې، خو ځینې امریکایي سناتوران وايي، که افغان حکومت له دې اقدام څخه په شا نه شي، دوي به له افغانستان سره مرستې کمې کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، که چیرې ایساف ځواکونه د راتلونکي اګست میاشتې تر پنځلسمې نیټې دغه جرمانه ورنه کړي، نو په ګمرکونو کې به یې بیا اکمالاتي مواد ودرول شي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال ګل مقصود ثابت وايي، د ایساف قراردادیانو د معافیت په نوم اویا زره کانټیره مواد له ګمرکونو راتیر کړي، خو بیرته یې دوي ته راپور نه دی ورکړی.

ښاغلی ثابت وايي، کله چې دوي په ګمرکونو کې د ایساف قراردادیانو ته د معافیت فورمه ورکړي، نو ایساف مسولیت لري چې؛ دغه فورمه ټاپه کړي او بیرته یې دوي ته وسپاري.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه دوي نه دي خبر چې دغه اویا زره موټر مواد ایساف ته رسیدلي او که یې قراردادیانو بازار ته ویستلي:

"موږه نه مالیه اخلو نه محصول، کله چې یوموټر له سرحد نه داخلیږي هلته زموږ ګمرک یوه فورمه ورکوي، دا فورمه باید لاړه شي د ایساف قواوو مرکز ته، هغوي یې باید ټاپه کړي او رسید موږ ته راکړي چې دغه اموال موږ ته ورسیدل.

موږ څه باندې اویا زره دغسې پي یک لرو چې هغه د دوي په نوم داخل شوي خو بیرته یې مونږ ته رسید نه دی راکړی چې دا مواد دوی ته رسیدلي که بازار کې خرڅ شوي دي، نو مونږ دا تصمیم ونیو چې دغه کسان باید جریمه شي."


پی یک، د معافیت هغه فورمه ده چې؛ په ګمرکونو کې د ایساف قراردادیانو ته ورکول کیږي او له مخې یې دوی له مالیې او محصول څخه معافیږي.

د ایساف او افغان حکومت ترمنځ د ۲۰۰۱ م کال د MTA په نوم د تړون له مخې بهرني ځواکونه په افغانستان کې له مالیې ورکولو معاف دي.

د راپورونو له مخې امریکایي چارواکي غواړي چې افغان حکومت باید د جریمې له اخیستلو هم ډډه وکړي.

ښاغلی ثابت وايي چې؛ د همدې سرغړونې له امله پنځه شپږ میاشتې مخکې افغان حکومت په ګمرکونو کې د ناټو اکمالات درولي و، چې بیا بیرته اجازه ورکړل شوه.

له ایساف څخه د اویا میلیونه ډآلرو د جرمانې اخیستلو پریکړه د افغانستان د وزیرانو شوراه هم تایید کړې.

خو د واشنګټن پوست ورځپاڼې دراپور هل مخې یوشمیر امریکایي سناتورانو ویلي، که افغان حکومت له دې اقدام څخه په شا نه شي له دې هیواد سره به مرستې کمې کړي.

دغه مسله مو په کابل کې د ایتلافي ځواکونو له مطبوعاتي دفتر سره شریکه کړه، دې دفتر ازادي راډیو ته په یوه بریښنالیک کې ولیکل، چې د ګمرکي ستونزو موضوع به ډیر ژر هواره شي.

دې دفتر په خپل بریښنا لیک کې ویلي، دوی د افغانستان په جنوب کې له یوشمیر ګمرکي ستونزې سره مخ شوي و، خو د هواري لپاره یې له افغان چارواکو سره خبرې ورانې دي.

د مالیې وزارت وایي، د امریکایي ځواکونو او ایساف قراردادیان له هغو اکمالاتو څخه هم ناوړه ګټه اخلي چې دغه ځواکونه یې له افغانستان څخه باسي.

ددې وزارت د ګمرکونو مرستیال ګل مقصود ثابت وایي، مخکې له دې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه خپل اکمالات وباسي، باید په ګمرکونو کې وکتل شي:

"که چیرې دوی خپل تجهیزات باسي باید د یوې پروسې له مخې یې وباسي، هغو کې اکثره مونږه ګورو چې سوی استفادې کیږي، که چیرې یو غټ موټر وځي یا کانټینر وځي مونږ باید پوه چې منځ یې خالي ده که بل شی په کې اچول شوي، دا باید مونږ ته معلوم شي."

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې؛ امریکا له افغانستان څخه په خپل سر اکمالات باسي او افغان حکومت نه په خبریږي چې د کانتینرو په منځ کې څه دي.

کارپوهان وایي، د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو دا ډول ګمرکي سرغړونې به ددې لامل شي چې خلک د دغو ځواکونو په ریښتینولۍ باندې بې اعتباره شي.

تراوسه معلومه نده چې بهرني ځواکونه به افغان حکومت ته دغه اندازه جرمانه ورکړي او که نه، خو د امریکایي چارواکو اوسني دریځ ته په کتو دغه کار نا شونی ښکاري.
XS
SM
MD
LG