واشنګټن پوست ورځپاڼې په دې اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې؛ په افغانستان کې ډیر داسې پرمختګونه شوي چې امریکایان یې نشي درک کولی، روان دوبی د افغانستان ملي اردو په ټول هېواد کې د پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخیسته او هڅه کوي د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.
ولسمشر حامد کرزي هم تیره اونۍ د انتخاباتو هغه نوی لانجمن قانون توشیح کړ چې؛ راتلونکې کال په دې هېواد کې د لومړي ځل لپاره په سوله ییز ډول د قدرت انتقال ته لاره هواروي.
د واشنګټن پوست په وینا د بارک اوباما ادارې په افغانستان کې په پرمختګونو کې تر ډیره حده ونډه لرلې، خو دو سترو خطاوو یې دغه ټولې لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي دي.
لومړی خطا دا وه چې؛ په قطر کې د طالبانو دفتر چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو په مقصد پرانیستل کیده چارې یې په سمه توګه مخ ته نه لاړې، کله چې طالبانو دغه دفتر د اسلامي امارت په نوم پرانیست، د دې خبرې مانا دا وه چې؛ دوي د افغانستان حکومت په رسمیت نه پیژني او دې مسالې کرزی په قهر کړ چې؛ له امریکا سره یې د امنیتي تړون پرسر خبرې وځنډولې.
دغه امنیتي تړون امریکایي پوځي روزونکو، سلاکارانو او د تروریزم په وړاندې عملیاتو ته له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې اجازه ورکوي.
د واشنګټن پوست په وینا د سپینې ماڼۍ دوهمه اشتباه دا وه چې؛ د کرزي د تندعکس العمل په وړاندې یې د صفر د انتخاب مسله یانې راتلونکې کال له افغانستانه د ټول پوځي پرسونل د وتلو مسله راپورته کړه او ویې ویل چې دغه انتخاب دمیز پرسردی.
د ورځپاڼې په وینا سره له دې چې د هیڅ یوه امریکایي عسکر نه پاتې کیدل د هغه ستراتیژیک تړون چې افغانستان او امریکاپه خپلو کې لاسلیک کړی او په دې هیواد کې د عملیاتو په اړه د ناتو د موافقت نامې خلاف دی، دغه کاربه یوځل بیا د امریکا هغه پخوانۍ دردونکې اشتباه تکرارکړي چې په ۱۹۸۹ کال کې یې له افغانستانه د پخواني شوروي عسکرو د وتلو وروسته دا هیواد یواځې پریښود.
د دغه کارپه نتیجه افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکیل شو چې؛ وروسته طالبان واک ته ورسیدل او القاعده ته یې خوندی ځای ورکړ.
د سپینې ماڼۍ د صفر د انتخاب لوبه:
د واشنګټن پوست په وینا عمومي انګیرنه دا ده چې؛ سپینې ماڼۍ د صفر انتخاب لوبه د دې لپاره پیل کړې چې پر ولسمشر کرزي فشار راوړي خو د غه تاکتیک منفي نتیجه ورکړې. ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قومندان جنرال جوسیف ډنفورډ د خبرې یادونه کړې چې له والسټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې یې کړی او ویلې یې دي، که هرڅوک د ۲۰۱۴ کال د ډسمبرد مفکورې ملاتړکوي دا به په دې مانا وي چې افغانان له ګړنګه راغورځي چې دا یوګټوراقدام نه دی.
له راپورسره سم دلایل یې هم ډیرساده دي، د متحده ایالاتو له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو مفکوره به طالبان لا جګړې ته وهڅوي اونوربه له خبرو اترو ډډه کوي دغه کاربه پاکستان هم دې ته وهڅوي چې د یوې حربې په توګه د طالبانو ملاتړته دوام ورکوي.
د واشنګټن پوست په وینا د صفرانتخاب دغه رازد انتقال په یوه حساس وخت کې د امریکا په مرسته جوړه شوې د افغان ملي اردود لیکو په ګډون د افغانانانو په منځ کې اندیښنې راپارولي دي.
واشنګټن پوست لیکي، په داسې حال کې چې د بارک اوباما اداره له افغانستانه د ځواکونو د بشپړوتلو لوبه مخ ته وړي، ډیره ګرانه به وي چې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیررایان کروکرد هغې ارزونې سره مخالفت وشي چې ویلي یې دي، که دا یوتاکتیک دی بې منطقه دی او که دایوه ستراتیژي ده نودا یوجنایت دی.