واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې د مشر جنرال مارتین ډیمپسي د هغو څرګندونو په اړه یوه مقاله لیکلې چې؛ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د دوام په اړه یي کړي دي.
ورځپاڼه لیکي: جنرال ډیمپسي د دوشنبې په ورځ وویل، غواړي متحده ایالات او افغانستان د اکتوبر تر میاشتې پورې د امنیتي تړون کارونه بشپړ کړي چې؛ د دغه تړون له مخې به له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور دوام وکړي.
واشنګټن پوست زیاتوي، جنرال ډیمپسي دا خبره بې اهمیته وښودله چې په راتلونکي کال کې یعنې هغه مهال چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور په رسمي ډول پای ته رسیږی، متحده ایالات ممکن خپل ټول عسکر له دې هېواد څخه وباسي.
جنرال ډيمپسي په دي خبرې ټینګار کړی چې؛ د امنیتي تړون په بشپړیدو سره به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د اوږدې مودې حضور ته لار هواره شي.
ورځپاڼه لیکي: جنرال ډیمپسي هیله من دی چې د جمهور رئیس حامد کرزي له ښکاره او علني مخالفت سره سره به دا تړون ژر لاسلیک شي.
واشنګټن پوست لیکي: د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې مشر افغانستان ته د سفر پر مهال په افغان امنیتي ځواکونو ډاډ څرګند کړ، خو کابل ته د ده د سفر پر مهال ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبی پتنګ د بې امنیتو په زیاتیدو او د پولیسو د بې کفایتۍ په تور سلب اعتماد کړ.
ورځپاڼه لیکي: پتنګ په خپلو څرګندونو کې خلک حیران کړل او ویي ویل چې په تیرو څلورو میاشتو کې د طالب وسله والو د پسرلنیو حملو له پیل راهیسې تر اوسه ۲۷۴۸ تنه افغان پولیس وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وروسته وویل چې؛ په دې شمېر کې وژل شوي او ټپیان عسکر شامل دي.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې: د افغانستان د سولې د خبرو بدیل – تر سرلیک لاندې یوه اوږده تحلیلي مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي د پوښتنې په ډول لیکي:
که څه هم چې؛ په افغانستان کې د سولې د خبرو د پیل لپاره ممکن کلونه په مخکې وې او زیات شمېر خنډونه یي هم په مخکې پراته دي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به څه ډول حل رامنځ ته شي؟
ورځپاڼه لیکي: هرکله چې دا دوه اړخونه نړېوالو منځګړو ته کینې، طالبان ممکن په افغانې ټولنه کې د زیات نفوذ غوښتنه وکړي.
ورځپاڼه لیکي، طالبان له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې اړه بیانیې خپروي، خو پوښتنه دلته چې دا کار به څنګه ممکن وي؟ افغان حکومت ممکن د ښځو د حقونو او د معارف په برخو کې د طالبانو غوښتنو ته غاړه کینږدي او نړېواله ټولنه هم ممکن طالبانو ته اجازه ورنکړې چې د افغانستان اساسي قانون له سره جوړ کړي.
ورځپاڼه لیکي، طالبان ممکن یو بل انتخاب ومني او هغه دا چې د افغانستان په ځینو برخو کې دي سیمه ایز حکومتونه خپل قوانین جاري کړي.
نیویارک ټایمز لیکي، افغانستان په نړۍ کې د بل هر هېواد په پرتله له اوږدې مودې راهیسي یو مرکزي حکومت لري چې اداري ارګانونه یي د ولسوالیو تر حده پراخ دي. زیات شمير افغانان اندیښنه لري چې د مرکزي حکومت په کمزوره کیدو سره به طالبان د هیواد په ځینو برخو واکمن شي او له هغه ځایه به په کابل او نور سیمو حملې پیل کړي.
نیویارک ټایمز د تحلیل په وروستیو کې لیکي:
بالاخره که چېرې کوم حل رامنځ ته کیږي، دا به لکه په اسمان کې چې ستورې راوځلیږي. داسې بریښي چې په افغانستان کې ممکن زیات بدلونونه رامنځ ته شي چې ډېربد حالت به ورسره وي.
په همداسې یوه حالت کې به د امریکا د متحده ایالاتودریځ دا وي چې مرسته به کوي، خو خپل متحد افغانان به ونه ژغوري.