د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

پر نيمګړو پروژو ملياردونه ډالره لګول شوي


نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو ملیاردونه ډالر د بیا رغونې پر نیمګرو پروژو ولګیدل خو دا خبره هم د جګړې د زړې کیسې په یوه برخه بدله شوې ده .

تیرکال امریکايي څارونکو داسې یو ناکام سیسټم هم پيدا کړ چې کیداي شي د لس هاوو امریکايي عسکرو د مړینې سبب ګرځيدلی وي.

د دې پروګرام کار دا وو چې د لارو او سرکونو پر غاړو په لویو کندو او کډیو کې د ماینونو د شنډولو وړې دستګاوې کیږدي، درنې وسپنیزي تختې پرې واچوي او بندې یې کړي.
خو امریکايي څارونکي وايي په ډيرو ځایونو کې اصلا دا دستګاوې نه دي نصب شوي .

په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د بیارغونې د چارو د ستر مفتش دفتر (سیګار) په یوه تازه رپوټ کې ویلي ، نه ده څرګنده چې افغان قراردادیانو هغه ځانګړي سیسټمونه چې د سرکونو پر غاړه د بمونو د ایښودلو د مخنیوي لپاره په کډیو کې ايښودل کیږي په سم ډول نصب کړي دی او که نه ده .

سیګار وايي حتی دا هم نه ده څرګنده چې دا سیسټمونه اصلا نصب شوي دي که نه دي .
متحدو ایالاتو په تیرو څه باندې پينځو کلونو کې په افغانستان کې د لویو لارو او سرکونو په غاړه د چاودنو د مخنیوي په خاطر د دې سیسټمونو د نصب لپاره د دودیرش ملیونو ډالروپه ارزښت قراردادونه کړي دي.

خو د سیګار اداره وايي چې د اسنادو د غیر منظم سیسټم په خاطر دوی دا هم نه شي موندلای چې دا سیسټمونه په کومو ځایونو کې او په څه ډول ځاي پر ځای شوي دي.

د سیګار په رپوټ کې ویل شوي چې لږترلږه دوو افغان قرارداديانو چې د یو ملیون ډالرو په ارزښت قراردادونه یې اخیستی وو د امریکا حکومت ته په بیرته حساب کې دوکه ورکړې ده .

دې دوو افغان قراردادیانو د لږترلږه دوه نیم سوه سیسټمونو د نصبولو په خاطر دا پيسې اخیستې وې خو یا یې اصلا دا دستګاوي یا نه دی نصب کړی او یا یې نیمګړی کار کړی دی.
د امریکا د بیارغونې د مصارفو مفتش دفتر وايي چې د دوي دڅيړنو په پایله کې یو عمده او څو فرعي افغان قراردادیان د درغلیو په تور ونیول شول او که چیرې د دوي په کار کې د نیمګرتیا په خاطر په چاودنو کې خلک وژل شوي وي نو دوی په داسې وژنو کې په لاس درلودلو تورنیدلای شي.

د سیګار اداره اوس په دې اړه څیړنه کوي چې پر سړکونو او لویو لارو د چاودیدونکو موادو ضد ځانګړو سیسټمونو په نصبولو کې د درغلیو په خاطر څومره امریکايي عسکر وژل شوي دي .

د امریکا د ستر مفتش دفتر جدي اندیښنه څرګنده کړې چې پر لارو او سرکونو د چاودیدونکو موادو د شنډولو د سیسټم د ځاي پر ځاي کولو د کار اسناد نشته نو د امریکا حکومت نه خپلې مصرف شوې پيسې بیرته تر لاسه کولای شي او نه هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ژوند له خطره ژغورل شوی دی.

دا اداره وايي چې د دوي لپاره په دې پوهیدل ډير مهم دي چط دا سیسټمونه چیرته نصب شوی دي ، په څه حالت کې دي او ایا کولای شي چې د سرکونو او لویو لارو پر شاوخوا له چاودنو د خلکو ژوند وژغوري او که نه .
XS
SM
MD
LG