په بار وړونکو موټرو کې د زیات وزن د تیریدو له امله د کابل ـ جلال اباد ترمنځ تېر شوی لوی سړک په ډيرو سیمو کې خرابه شوی.
د وزن د معلومولو تله د لغمان ولایت په ساحه کې ده او له دې وړاندې د لویو موټرو یو شمېر چلوونکو رسنیو ته ویلي و،چې په یاده تله کې له دوی څخه دزیات وزن دتیریدو پيسې اخلي،خو دتلې مسولینو بیا د ډریورانو دغه تورونه په کلکه رد کړي وو.
خو دا چې د لغمان ولایتي اداره له یادې تلې څخه لیدنه او کنټرول کوي که نه؟په همدې اړه د لغمان والي ډاکټرسیدفضل الله مجددي ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل،چې دغه تله يې له ولایت څخه اته ویشت کیلو مټره لرې ساحه کې جوړه کړې،چې د دوی کارکوونکي نشي کولی هره ورځ ورشي او ترې کنټرول وکړي:
"دغه تله په ډير لرې واټن کې ده،موږ ته غیرقابل قبول ده،هلته ولسوالي هم نشته،چې هییتان تبدیل کړو او که یو یا څو تنه پولیس دايمې واستوو،هغوی هم ورسره په فساد کې شریک کیږي او بل زیاتره موټرې د شپې لخوا پریښودل کیږي،چې دشپې تګ ستونزمن دی"
نوموړی وايي،چې ده څو ځلې د سیمه ييزو ارګانونو له لارې مرکزي دولت ته وړاندیز وکړ،چې دغه تله دې یا د کابل ولایت خوا ته یوسي او یا هم د لغمان ولایت ته نیږدې کړي،چې ولایتي او امنيتي کسان ترې څارنه وکړي.
دی وايي اوس ښکاره خبره ده،چې د تلې مسولین په خپل زړه کار کوي او ځکه دی ترې دفاع نشي کولی:
"موږ مخکې دوه ځلې د سیمه ییزو ارګانونو له لارې وزارت ته وړاندیز وکړ،چې دا تله په داسې ساحه کې ده،چې زموږ له کنټرول نه وتلې ده،د هغوی ځوابونه راسره شته،موږ اوس همدا فکر کوو،چې د اوسنۍ تلې نه نه څارنوالي او نه ولایتي او نه امنيتي کسان څارنه کوي او نه نیږدې ولسوالۍ شته،نو کیدای شي،چې له دې تلې نه ناوړه استفاده وکړي موږ سره هم دا فکر دی"
په لغمان کې اوسنۍ تله دولتي نه بلکې په شخصي توګه یوه چاته په ټيکه ورکړل شوې ده او دا تله په داسې یوه سیمه کې جوړه شوې،چې هیڅ یوه دولتي اداره ترې څارنه نه کوي،نو په همدې خاطر یو شمېر کتوونکي وايي،چې دا تله ددې پرځای،چې د باروړونکو موټرو د زیات وزن مخه ونیسي یوازې د پيسو پر راټولولو لګیاده او همدا لامل شوی،چې د جلال اباد او کابل سړک په ډيرو ځایونو کې کنډاو کپر شوی دی.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری