د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۲

اشټن: د حزب الله تروریستي ډلې په اړه لبنان ته یوه سیاسي اشاره


د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشره کاترین اشټن وايي چې؛ د تروریستي ډلو په لست کې د حزب الله د سیاسي څانګې شاملول لبنان ته یوه سیاسي اشاره هم وه:

(زه فکر کوم چې دا اقدام تر یوه حده سیاسي اشاره خو تر یوه حده یوه واقعي اشاره وه چې موږ په هیڅ شکل کې د تروریزم زغملو ته نه یو تیار . په عین وخت کې موږ په لبنان کې د سیاسي ګوندونو او د لبنان دخلکو ملاتړ کوو او په دې برخه کې څرګند فرق کولای شو. )

په عین حال کې سپینه ماڼۍ وايي چې؛ د اروپايي اتحادیې پریکړه حزب الله ته څرګند پیغام ورکوي چې هغوي له حساب پرته فعالیت نه شي کولای.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري پر نورو حکومتونو ږغ کړی چې د اروپايي اتحادیې په څير ګامونه پورته کړي څو د حزب الله تروریستي او جنایتکار فعالیتونه بند شي.

د اسراییل جمهور ریس شیمون پریس د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې د بهرنیوچارو وزیرانو د دې پریکړې هرکلی وکړ چې د حزب الله پوځي څانګه یې د تروریستې سازمان په توګه ونوموله .

د اسراییل جمهور ریس شیمون پیرس په بیت المقدس کې د خبرو پر مهال د اروپايي اتحاديې د بهرنیو چارو د وزیرانو دا پریکړه د بشریت لپاره ستر خدمت ګڼلې ده چې د ده په وینا د حزب الله د ډلې لخوا د خلکو د بې دلیله او عمدي قتلونو مخنیوی به وکړي.

د اروپايي اتحادیې د اتو ویشتو غړو هیوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو پرون په برکسل کې په یوه خوله دا پریکړه وکړه چې د حزب الله پوځي څانګه د تروریستي سازمانونو په ډله کې شامله کړي.

په دې ډول به پر هغو افرادو چې له دې ډلې سره ارتباط لري د ویزې بندیز ولګیږي او د هغو ادارو پانګې به کنګل شي چې له حزب الله سره راکړه ورکړه لري.

د حزب الله وسله وال له ایران سره تړلي ګڼل کیږي او ویل شوي چې تیرکال یې په بلغاریا کې پر اسراییلي سیلانیانو په حمله کې لاس درلود.

د اسراییل د عدلیې وزیرې زیپي لیفني چې له فلسطین سره د سولې په خبرو کې د اسرایلي هیات مشري هم کوي پرون د اروپايي اتحادیې دا پریکړه ډيره مهمه وبلله:

(زموږ په باور د اروپايي اتحادیې دا پریکړه چې د حزب الله ډله یې د تروریستانو په لست کې شامله کړه یو ډير مهم ګام دی.

حزب الله یو تروریستي سازمان دی خو دا ډيره مهمه ده چې په سیمه کې د هغوي ملګري ډلې به وپوهیږي چې له نړیوالې ټولنې دي توقع نه کوي چې دوی به ماسک پر مخ راکش کړي او د سیاسي سازمان تر نقاب لاندې به پټ شي. دې چل کار نه دی ورکړی او زه په دې خوشاله یم.)

د لبنان په پارلمان کې د حزب الله د ډلې یوه استازی د اروپايي اتحادیې دا پریکړه رد کړه او ویویل چې داسې حرکتونه اروپايي اتحادیه د حزب الله له ډلې او د دې ډلې له ملاتړ کونکو سره په لانجه کې اچوي.

د لبنان صدراعظم پرون وویل چې هیواد یې د اروپايي اتحادیې له دې پریکړې متاثر دي خو ټینګار یې وکړ چې بیروت به د اتحادیې له غړو سره د اړیکو ټینګ ساتلو لپاره هڅې جاري وساتي.
XS
SM
MD
LG