اروپايي ټولنې د جمهوررییس له خوا د افغانستان د انتخاباتو د قانون د توشیح هرکلۍ کړی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی ویګاداس اوشاڅکاس وايي چې؛ دا قانون په افغانستان کې د قدرت د سوله ییز انتقال لپاره لاره اوارولای شي. د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ هم په دې برخه کې خوشبیني ښودلې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی ویګاداس اوشاڅکاس وايي، د انتخاباتو نوی قانون ښيي چې د افغانستان راتلونکې د افغانانو په خپل لاس کې ده.
ښاغلي اوشاڅکاس دا څرګندونې پرون وروسته له هغه وکړې چې؛ د انتخاباتو نوی قانون د ولسمشرحامد کرزي له خوا توشېح شو.
ښاغلي کرزي تېره اونۍ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو او صلاحیتونو قانون هم توشېح کړ.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي وویل، دی ډاډه دی چې ولسمشرحامد کرزی به تروسې وسې هڅه وکړي چې؛ په ۲۰۱۴ کال کې د ټولو خواوو په ګډون د شفافو انتخاباتو له لارې د قدرت سوله ییز انتقال ته لاره پرانیزي.
اسوشيتېدپریس خبري آژانس لیکي چې؛ د انتخاباتو د قانون توشېح په ۲۰۱۴ م کال کې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو محاربوي ماموریت هم پای ته رسېږي د قدرت د سوله ییز انتقال لپاره یو مهم ګام دی.
د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو ټولنه یا فیفا هم په دې باور ده چې د ولسمشر له خوا د انتخاباتو د قانون توشېح امېدواروونکی ګام دی. د انتخاباتو د څارونکي دې بنسټ اجراییه مشر جانداد سپین غر له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل د پخواني تقنیني فرمان په پرتله نوی قانون یو پیاوړی بنسټ رامینځ ته کوي:
"دا ځل دا قانون د خلکو د استازو له خوا تصویبېږي او د پخواني فرمان په پرتله به یې مشروعیت ډېرزیات وي. بله دا چې دا قانون په ډېر ښه وخت کې تصویب شو، یعنې د انتخاباتو کمیسیون کافي وخت لري چې د دې قانون د تطبیق لپاره لازم طرزالعملونه او پروسیجرونه رامینځ ته کړي ځکه د کاندیدانو د نوم لیکنې د پروسې پیل ته تقریبا دوه میاشتې لا پاتې دي."
ټاکل شوې چې؛ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د وري یا حمل په شپاړسمه نېټه چې د ۲۰۱۴ م کال د اپرېل له پنځمې سره برابره ده ترسره شي.
د نوي قانون له مخې د راتلونکو انتخاباتو کاندیدان باید خپل اسناد، د روان میلادي کال د سپټمبر تر شپاړسمې نېټې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.
د حامدکرزي د ولسمشرۍ دوهمه پنځه کلنه دوره په راتلونکي کال کې پای ته رسېږي او د اساسي قانون له مخې داځل د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون اجازه نلري.
نړیواله ټولنه وايي چې شفاف، آزاد او عادلانه انتخابات له افغانستان سره د مرستو د دوام یو مهم شرط دی، خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمدمعنوي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي، که امنیت سم و، انتخابات به ښه وي خو که امنیت سم نه وي، هېڅکله سل په سلو کې د معیاري انتخاباتو د ترسره کېدو ضمانت نشي کولای.