دا نظر تر اوسه هم په خپل قوت باقي دی چې د امریکا متحده ایالات په نړۍ کي ستر اقتصادي قوت دی، خو د پیو څېړنیز مرکز په دی نظر پوښتنې کې ښودل شوی چې د چین اقتصادي وده په چټکۍ سره پر مخ ځې او بالاخره به دا هیواد له امریکا څخه مخکې شي.
د پیو څیړنیز مرکز کې د نړیوال اقتصادي پروګرام رئیس بروس سټوکس آزادي راډیو سره په خبرو کې د نوې نظرپوښتنې او میندنو په اړه وویل:
« د امریکا متحده ایالاتو کې نظرونه لا هم په خپل قوت پاته دي او حتی د بوش د ادارې او د هغه د کار د وروستیو کلونو په پرتله زیات غښتلي دي. د امریکایانو نظر دا دی چې په چین کي ممکن یو څه بدلون راغلی وي. زیات شمير خلک چین د یوه نړیوال اقتصادي طاقت په توګه پېژنې او تمه لري چي چین به په راتلونکي کې له امریکا څځه مخکي کیږي او د نړۍ ستر اقتصادي قوت به شي».
په نظرپوښتنې کي د پوښتل شویو کسانو له دریمې برخې څخه زیات یې په دې نظر وو چې چین همدا اوس د نړۍ ستر اقتصادي طاقت دی، دا رقم د پیو څیړنیز مرکز د ۲۰۰۸ کال ورته نظر پوښتنې په سلو کې شل زیات دی.
د امریکا متحده ایالاتو کی نظرونه مختلف وو. د پوښتل شویو کسانو تقریبا نیمایي ویلي چې چین به حتما له امریکا څخه په اقتصادي ډګر کې مخکې کېږي، خو د پوښتل شویو نورو نیمایي کسانو ویلې چې هیڅکله به داسې ونشي.
د پیو څيړنیز مرکز په دي نظر پوښتنې کي چین په فرهنګي، سوداګریزو او د مفکورې خپرولو په برخو کي ډېرې کمي نمري اخیستي دي.
خو سټوکس وایي، چین د خلکو د زړونو خپلولو په کار کې له امریکا څخه مخکي دی:
«د امریکا د متحده ایالاتو او چین تر منځ په ټولې نړۍ کې د خلکو د زړونو او فکرونو خپلولو سیالۍ په پوره قوت روانې دي. موږ په یوې نړیوالې سیالۍ کي یو. زما په فکر دا به غلطه وي چې ووایم، متحده ایالات دا سیالې بایلي، خو دا به ریښتیا وي چې ووایم، چین مخکی کیږي».
د پیو څيړنیز مرکز د اقتصادي پروګرام مشر بروس سټوکس وایي، په لاتینې امریکا او افریقا کې د چین پر وړاندې د خلکو ښه نظرونه مخ په زیاتیدو دي او یو علت یي ممکن په دغو سیمو کي د چین د نظر وړ پانګونې وې.