د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۰

دشتي: د ښاغلي سخي زاده د خوشې کیدو غوښتنه کوو


نۍ یا په افغانستان له رسنیو څخه ملاتړه ادارې او ځینو نورو سازمانونو د هغه افغان لیکوال د بیرته خوشې کیدو غوښتنه کوي چې؛ د فساد په اړه د یوې لیکنې له امله نیول شوی دی.

په کابل کې د نۍ اداره، د ژورنالستانو ملي اتحاديه او د فساد په وړاندې د ښځو ایتلاف د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه غونډه کې ټینګار وکړ چې؛ له اداري فساد سره د مبارزې مشر پر لوی څارنوالۍ فشار راوړي ترڅو عزیزالرحمان سخي زاده ونیسي.

خو له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر عزیز الله لودین بیا وايي چې؛ پر ده بې ځایه تورونه لګول شوی دي او د خپل حیثیت د اعادې غوښتنه یې کړې.

د افغانستان له ازادو رسنیو سره د ملاتړ له څو نورو سازمانونو سره د هغه افغان لیوال نیول کیدل د قانون پر خلاف بولي چې؛ په دې وروستیو کې د اداري فساد په اړه د یوې لیکنې له امله نیول شوی دی.

د سې شنبې په ورځ په کابل کې د نۍ اداره، د ژورنالستانو ملي اتحاديه او د فساد په وړاندې د ښځو ایتلاف په یوه ګډه غونډه کې د ښاغلي عزیزالرحمان سخي زاده د بیرته خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

د ژورنالستانو د ملي اتحادي اجرایوي ریس فهیم دشتي وویل چې؛ باید دغه مساله د رسنیو د قانون د احکامو له لارې حل شي:

"موږ د ښاغلي سخي زاده د بیرته خوشې کیدو غوښتنه کوو، ښاغلی سخي زاده نه غل دی، نه قاتل او نه هم قاچاق بر، چې په توقیف کې وي، موږ نه پوهیږو چې د ښاغلي سخي زاده د توقیف دلیل څه دی، خو د ځنیو غیر مستقیمو ریپوټونو په اساس چې موږ ته رسیدلي، چې د فساد په وړاندې د مبارزې اداره پر لوی څارنوالۍ فشار راوړي چې دی په توقیف کې وساتي."

افغان لیکوال عزیزالرحمان سخي زاده د سرطان د میاشتې په پنځلسمه نیټه وروسته له هغې ونیول شو، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې د فعالیتونو په اړه یې په یوې ورځپاڼې کې لیکنه خپره شوه.

ښاغلي سخي زاده په خپلې لیکنې کې ادعا کړې وه چې؛ د ادراي فساد پر ضد د مبارزې په عالي ادارې کې هم اداري فساد موجود دی.

بل خوا له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رییس عزیز الله لودین وايي چې؛ سخي زاده په خپلې لیکنې کې پر ده تور لګولی چې د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې یې چې دی د انتخاباتو د کمیسیون رییس و، تقلب کړی.

ښاغلی لودین وايي چې، سخي زاده پر ده د پښتنې بانک په یوې مسالې کې څه باندې یو میلیون ډالره اخیستي دي.

نوموړي دا تورونه رد کړل او ویې ویلي، چې د خپل حثیبت د اعادې غوښتنه یې کړې.

موږ هڅه وکړه چې د یاد ورځپاڼه لیکوونکې د نیول کیدو په اړه د لویې څارنوالۍ د چارواکو نظر واخلو خو ونه توانیدلو.

خو نوموړی په داسې حال کې نیول کیږي، چې له ژورنالستانو څخه د ملاتړ سازمانونه وايي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې له ژورنالستانو سره د تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوي دي.

ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG