د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۸

برمک: د پي ار ټي ګانو د پراختیايي پروګرامونو تشه به تر یوه حده ډکه کړو


د کلیو پراختیا وزارت هغه اندیښنې ردوي چې؛ له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته به د په افغانستان کې اقتصادي او پراختيايي پروګرامونو او فعالیتونو کې ستونزې پيدا شي.

د کلیو د پراختیا وزیر ویس احمد برمک وايي چې؛ یوه داسې پروژه په پام کې نیول شوې چې د ولایتي بیارغونې ډلو چې په یو شمېر ولایتونو کې تړل شوي دي، د کارونو تشه ډکه کړي.

د کلیو پراختیا وزارت ډاډ څرګندوي چې؛ د دې وزارت له پروګرامونو څخه به د نړېوالې ټولنې همکاری دوام وکړي او تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې به یوه نوې پروژه پيل کړي.

د کلیو پراختیا وزیر ویس احمد برمک د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د اویا میلیونو ډالرو په ارزښت د کلیو د پراختیا دا نوي پروژه به په هغو سیمو کې عملي کیږي له کومو ځایونو چې د ولایتي بیارغونې ټیمونه وتلي وي.

نوموړي تمه وکړه چې؛ په دې پروژې سره به د پي ار ټي ګانو د پراختیايي پروګرامونو تشه تر یوه حده ډکه شي:

"یوه نوي برنامه چې تقریبا د ۷۰ میلیونو په ارزښته ده، ادارې کارونه یې جریان لري او انشاالله د اګست په میاشت کې پیل کیږي او د دې برنامه له لارې موږ غواړو چې له هغو ولایتونو او ولسوالیو څخه چې د پې آر ټې ټیمونه وتلي په هغو ځایونو کې پراختیایې پروژې عملي کړو."

له کله نه چې؛ په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال پروسه پیل شوې ده په ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو پې ار ټي ګانې یا د ولایتي بیارغونې ډلې هم یوه په بل پسې تړل شوې ده.

چارواکي وايي چې؛ د دوه زور څوارلسم کال تر پایه به په افغانستان کې ټولې پي ار ټي ګانې وتړل شي، خو د راپورونو له مخې په ځینو ولایتونو کې چې د ولایتي بیارغونې ډلې تړل شوي دي، د بیارغونې یو شمیر پروژې یې نیمګړې پریښې دي.

په عین حال کې د کلیو پراختیا وزارت وايي، د ۱۳۹۲ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د ۱۰۸ ملیونه ډالرو په ارزښت د ابو لګولو، بریښنا، ترانسپورټ، روغتیا او پوهنې په برخو کې ۳۲۰۶ پراختیایې پروژې عملي کړي دي.

ښاغلي برمک هغه اندیښنې رد کړې چې له دوه زوره څوارلسم کال نه وروسته به په افغانستان کې اقتصادي او پراختیايي پروژې له ستونزو سره مخ شي.

نوموړي وویل چې؛ نړېواله ټولنه د کلیو د پراختیا له پروژو سره د مرستو د دوام ژمنه کړې:

"ما چې کومې خبرې له نړیوالو ملګرو سره درلودي دوی لیوالتیا درلوده چې د کلیو پراختیا وزارت سره د رغنیزو پروژو په عملي کیدو کې مالي مرسته وکړي چې اوس هم د حکومت سیاسي ملاتړ د کارونو د چټکتیوالې لپاره موږ سره موجود دي ."

خو د اقتصادي چارو ځینې کتوونکي په دې باور دي چې د ۲۰۱۴ کال په رانږدې کیدو سره اوس هم په افغانستان کې ځینې اقتصادي او د بیارغونې کارونه او پروژې کمې شوي دي.

دوی وايي چې په افغانستان کې د امنیت له انتقال سربیره باید دې ته ډیر کار وشي، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې بې کاري لا زیاته نشي او هیواد له نویو اقتصادي ستونزو سره مخ نشي.

راپور مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG