د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۱

په جلال اباد کې یوې چاودنې پینځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده


نن سهار شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار د بهسود پل ته څېرمه د شهیدانو څلې په ساحه کې پر یوه بایسکل ځای پرځای شویو توکو چاودنه شوې.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته ویلي، چې په دې پېښه کې دوه تنه امنيتي کسان او درې تنه عام وګړي ټپیان شوي دي:

"په دغه پېښه کې یو د ملي امنیت کار کوونکی، بل د نظم عامه کار کوونکی وژل شوي او درې تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي، ویل کیږي، چې د پيښې هدف هم د ملي امنیت کار کوونکی و."

د پيښې زخمیان، چې عام وګړي دي، د درملنې په موخه د جلال اباد مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې له دې چاودنې وختي شاوخوا څلور بجې د دویمې ناحيې اړوند انګور باغ سیمه کې هم د یوه ځای پرځای شوي ماین چاودنه شوې،چې مرګ ژوبله يي نه لرله.

وسله والو طالبانو د یادو پيښو په اړه رسنیو ته تر اوسه څه نه دي ویلي.

ننګرهار شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG