د ګوانټانامو زندان چې په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې تروریستي حملو وروسته جوړ شوی، د بیلا بیلو هېوادو یو شمېر اتباع په کې بندیان د کوم ثابت جرم او د محکمې له حکم پرته بندیان دي.
جمهور رییس بارک اوباما ژمنه کړې وه چې؛ دا زندان به تړي، خو د یو شمېر سیاسي او تخنیکې ستونزو له امله دا زندان تر اوسه نه دی تړل شوی.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د ګوانټانامو زندان د تړلو نوې هلې ځلې پیل کړې او له بهرنیو حکومتونو سره هیله پیدا شوي چې په زندان کې د اوږدي مودې ساتل شوي بندیان به وطن ته ستانه کړي.
کویټ وطن ته د خپلو پاته دوو بندیانو د راستنولو په مقصد سلا کاران ګمارلې دي. د بریتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون تیره میاشت د اتو سترو صنعتي هیوادونو د غونډې په څنګ کې له جمهور رییس اوباما څخه وغوښتل چې؛ د دې هېواد وروستنی بندي دي هم خوشې کړي.د افغان بندیانو خوشې کول د امریکا او طالبانو د خبرو د اجنډا په سر کې دي.
په ګوانټانامو زندان کې د یوې نامعلومې مودې لپاره د بندیانو د ساتلو پر سر د امریکا او متحدانو تر منځ تاوتریخوالی رامنځ ته شوی؛ په خاص له عربي هیوادو سره چې د ۱۶۶ بندیانو اکثریت د همدې هېوادو اتباع دي.
تونس، مصر او یمن له امریکا څخه غوښتي چې؛ د دوی بندیان دې ورته وسپاري.
د جمهور رییس بارک اوباما اداره غور کوي چې؛ کوم بندیان به له خوشې کېدو وروسته د تروریزم لږ خطر رامنځ ته کړي.
له سلو زیاتو بندیانو په زندان کې د نه خوړو اعتصاب کړی و او پر یو شمېر یې په زوره خواړه وخوړل شول. د امریکا پوځ د جمعې په ورځ وویل چې؛ زیات شمېر اعتصاب کوونکو خوړل پیل کړي دي.
جمهور رییس اوباما تیره میاشت مدافع وکیل "کیلفرډ سلوان" موظف کړ چې؛ د ګوانټانامو زندان د تړلو لپاره د بهرنیو چارو په وزارت کې دفتر بیرته فعال کړي.
اوباما وایي، سلوان چې د بهرنیو چارو په وزارت کې به د دفاع وزارت استازی وي؛ دنده به یې بهرنیو هېوادو ته د بندیانو استول یا انتقال وي او غور به وکړي، چې په لومړي قدم کې د کوم هېواد بندیان واستوي.
د اسوشیېټډ پرېس په باور، ډېر امکان لري چې، په ګوانټانامو کې افغان بندیان افغانستان ته انتقال شي. امریکایي چارواکو د باګرام زندان چارې چې شاوخوا درې زره بندیان په کې دي، افغان حکومت ته سپارلې دي.
د امریکا د مدني آزادیو د شوری جګ پوړی غړی "کریسټوفر انډیرس" وایي، د افغان بندیانو د استولو لپاره هیڅ بهانه نشته. جمهور رییس کرزی هڅه کوي چې، په ګوانټانامو زندان کې ۱۷ تنه افغان بندیان وطن ته ستانه کړي.
طالبانو هم له امریکانویانو سره په مذاکرو کې له ګوانټانامو زندان څخه د خپلو پنځو تنو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.