د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند په اوونيزې خبري غونډه کې ويلي، چې هېواد يې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي او ددې پروسې د کاميابېدو لپاره يې د ستاينې وړ ګامونه پورته کړي.
هغه زياته کړه چې د افغان دولت وروستۍ څرګندونې ښايي ددې هېواد د سولې پروسې ته زيان ورسوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند چوهدري عزيز احمد ويلي چې افغان دولت بايد د سولې د پروسې د پرمخګ په لړ کې د پاکستان له همکاريو سترګې پټې نه کړي.
څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي پوځ لوى درستيز شير محمد کريمي د افغانستان د مشرانو جرګې ته د وينا پر مهال پر پاکستان تور لګولى و ، چې طالبان ددغه هېواد په کنټرول کې دي. او که چېرې دا هېواد وغواړي په افغانستان کې به ډېر ژر سوله راشي.
تر دې مخکې د رويټر خبري اژانس خبريال د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند ارشاد احمدي له قوله ويلي وو، چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز په اسلام آباد کې له افغان سفير عمر داودزي غوښتي، چې دده هېواد څو ولايتونه طالبانو ته وسپاري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا دعوه رد کړې او ويلي يې دي، چې ددغه هېواد د ملي امنيت سلاکار له افغان سره يوه تشريفاتي غونډه درلوده.
د پاکستان دولت د افغانستان د سولې په پروسه کې ځان مهم ګڼي او وايي، چې افغان دولت ډول څرګندونې نشي کولاى، چې د دايمي سولې لپاره لار هواره کړي. افغان دولت بايد په دې لړ کې د پاکستان د مرستې درناوى وکړي.
د پېښور پوهنتون د نړېوالو اړيکو د پوهنځي مشر عدنان رسول له ازادۍ راډيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې دواړه هېوادونه بايد پر يو بل له تورونو لګولو ډډه وکړي. د هغه په وينا، که چېرې افغان دولت له پاکستان څخه کوم شکايت لري، نو ښايي چې د خپل سفارت له لوري يې د پاکستان له دولت سره شريک کړي.
نوموړي زياته کړه:
"دا خبره چې د افغانستان د طرف نه شوې ده، دا پکار نه ده چې داسې بر سر عام وشي، ځکه چې د سولې پروسه روانه ده، په کار ده چې خبرې له سفارت لارې وشي. ځکه چې هغې کې اختلافات او ګيلې په اسانۍ سره کېدى شي. خو چې کله دا نشر شي، خلکو ته ورسيو، نو زه د پاکستان له دفتر خارجې سره اتفاق کوم، چې ډول خبرې د سولې پروسې ته زيان رسوي."
په داسې حال کې چې يو شمېر طالب مشران په پاکستان کې دي او يا هم ددې هېواد په محبسونو کې بنديان دي. د امريکا متحده ايالات او افغان دولت په دې باور دى، چې پاکستان کولاى چې طالبان خبرو اترو ته چمتو کړي او يا هم په افغانستان کې د سولې په راوستو کې کليدي رول ولوبوي.
د پاکستان نوي ټاکل شوي صدراعظم نواز شريف د يکشنبې په ورځ د بريتانيا له صدراعظم ډيويډ کيمرون سره په اسلام آبد کې تر ليدنې وروسته وويل، چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
خو افغان ولسمشر حامد کرزى وايي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې دوه مخى سياست لري او هدف يې په افغانستان کې يو د يو لاسپوڅي او پاکستان پلوي دولت رامنځه کول دي.
راپور: ذبيح الله شفق - پېښور