راپور: خان محمد "سیند"
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د افغانستان د سولې په اړه تر اوسه د افغان حکومت، د حکومت د چارواکو او د نړېوالې ټولنې نظریات اوریدل شوي او تمرکز پرې شوی، خو مخالفین چې د سولې د پروسې یو مهم جز دی، نظریات یې په سمه توګه نه دی اوریدل شوي.
د سولې د عالې شورا په نظر د سولې لپاره باید د دواړو لورو نظریات، غوښتنې او یو له بل سره ستونزې، دا ټول وڅیړل شي او د حل معقوله لاره ورته غوره شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا په دې نظر ده چې په هېواد کې د ناامنیو، د جنګ د دوام او د بهرنیو لاس وهنو د زیاتیدو یوعلت دا دی چې، د سولې په هکله د مخالفینو پر نظریاتو، ستونزو او غوښتنو تمرکز نه دی شوی.
د سولې د عالي شورا د دارالانشاء ريیس معصوم ستانکزی د پنجشنبې په ورځ د سولې په هکله د مدني ټولنې له خوا په جوړې شوې مشورتي غونډه کې وویل، د حکومت مخالفین د سولې د مذاکراتو یو مهم جز دی، پکار ده چې ستونزې یې بر رسي شي، څو په تاوتریخوالي کې کمی راشي او روانې ستونزې ته د حل لارې چارې غوره شي:
«هغه کسان چې په اوسني نظام کې دي او هغوي چې د مدني ټولنې غړي دي، دا تشویش لري که مخالفین راشي، د هغه چلند تنګ نظرانه دی، نو دوې به ورسره څنګه ژوند وکړي، نو ولې ورسره سوله وکړو؟
ټوله ملامتي پر هغوي اچوو.
که له هغوي سره خبرې وکړئ، هغوې وایي، خدمات نه ورسیږي، بمبارد کېږي، په زندانونو کې اچول کېږي، نو ولې جنګ ونه کړي.
ما له پنځه اویا فیصده هغوي سره خبرې کړي، وایی چې له دوه زره دریم نه تر دوه زره پنځم میلادي کال پورې ستونزې او ناوړه چلند مجبور کړي چې کورونه پریږدي او جنګ ته ملا وتړي.»
ښاغلي ستانکزي وویل، موږ ونه توانیدو چې د افغانانو د یووالي لپاره له لازمو فرصتونو ګټه واخلو.
ده وویل، روان حالت، د تشدد پراختیا او د بهرنیو لاسوهنو ته لا زمینه برابره کړه اوګاوڼدیان وتوانیدل چې له همدغوناراضوڅخه دهیواد او خلکو پرضد کار واخلي.
ښاغلی ستانکزی وویل، پکار ده چې له داسې لارو چارو کار واخلو چې په ذهنونو کې مثبت بدلونونه راولي.
د ځینو کتوونکو په باور افغان چارواکې د روانې جګړې بهرني اړخ ته ډیره توجه کوي خو په کورنیو عواملو یې ډیر نه غږیږي.
د دوی په باور اداري فساد او کمزورې حکومتداري او ځینې نور موارد هغه کورنی عوامل دي چې په هیواد کې د جګړې سبب شوی دی.
د پنجشنبې په ورځ هم د مدني ټولنې له خوا د سولې د پروسې په هکله د غونډې د جوړیدو هدف دا وه، چې د سولی د ټینګښت په اړه دمتخصصینو، او دولایتې شوراګانوداستازونظریات راټول کړی.
دمدنی ټولنی یوه فعال عزیزرفیعی وویل، د هېواد روان امنیتي حالات ایجابوي چې د سولې راوستلو ته په بیړه تدابیر ونیول شي:
«مدني ټولنه د سولې لپاره څو اساسي ګامونه بیانوي:
د مدني ټولنې ترمنځ یووالي، سولې ته د خلکو تشویقول، له خلکو سره اړیکې نیول او همکاري. دا هغه لارې دي چې د خلکو ترمنځ تفاهم پراخوي او مدني ټولنه غواړي په دې لاره کې هڅې تیزې کړي.»
په دې وروستیو کې که څه هم طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانیستل شو خو له امریکا او افغان دولت سره د دې ډلې خبرې تر اوسه نه دي شروع شوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي که طالبان له دوي سره خبرو ته اماده نشي، باید دفتر یې ژر تر ژره وتړل شي.
دغو مخالفتونو په خلکو کې د سولې په اړه د قطر د پروسې د کامیابۍ هیلې کمزوري کړي دي.