د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی قراردادي یا کارکوونکی ایډورډ سنوډین چې څه موده وړاندي یي د امریکا د حکومت له خوا د خلکو د شخصي ټيلفونو، ایمیلونو او مکالمو اوریدو مسله افشا کړې وه، په هانګ کانک ته تښتیدلی او د امریکا حکومت غواړي چې امریکا ته یي راوړي او محاکمه یي کړي.
د امریکا حکومت د ایډورډ سنوډین پر ضد د جاسوسۍ تورونه لګولې دي. د محکمې اسناد چې د جمعې په ورځ په ډاګه شول ښیې چې په سنودین باندي د حکومتي شتنیو د غلا، له اجازې پرته د ملي دفاع د معلوماتو خپرولو او غیرمجاز خلکو ته د پټو استخباراتې معلوماتو د ورکولو تورونه لګول شویدي. که چیري سنوډین په دي تورونو محکوم شي، د هر یوه جرم لپاره یي لس کاله د بند سزا ټاکل شوی ده.
سنوډین د امریکا د ویرجینیا ایالت په الساندریه ښارګوټې کې د بووز الین هیملټن Booz Allen Hamilton کمپنۍ ته کار کاوه او پر ضد یي په همدغه ښارګوټې کې تورونه محکمې ته وړاندي شویدي.
واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلې چې د امریکا حکومت له هانګ کانګ څخه غوښتې چې سنوډین ونیسي. د چین تر واک لاندي هانګ کانګ چارواکو تر اوسه د امریکا د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.
د سنوډین پر ضد د جرمونو دوسیه هغه وخت جوړه شوه چې ګاردین ورځپاڼې د هغه د معلوماتو په استناد په یوه راپور کې ولیکل چې د بریتانیاد جاسوسۍ اداره په پراخ ډول د خلکو په ټيلفونې او انټرنټي مکالمو څار کوي.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما او استخباراتي چارواکو د څار له دغه پروګرام څخه دفاع وکړه او وایي، دا عمل قانوني دی او د تروریستي حملو د مخنیوي په مقصد د زیات ارزښت وړ دی.
دوي وایي، له دغه پروګرام څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره ترتیبات نیول شوي دي.
انتقاد کوونکې وایي، د څار دا پروګرام زیاتی دی او د امریکایانو د هغو فردي حقونو پر ضد عمل دی، چې اساسي قانون یي هغوي ته ډاډ ورکړیدی.
د ګاردین ورځپاڼې په راپور کې لیکل شوې چې د بریتانیا د جاسوسۍ ادارې د فایبر نوري سیستم ته لار پیدا کړې او په ستره اندازه یي د خلکو د شخصي ټيلفونونو او انټرنټې تړاو معلومات او مکالمې راټولې او اوریدلې دي. دامعلومات د بریتاینا او امریکا د ملي امنیت د څیړونکو له خوا څارل شویدي.
سنودین تیره میاشت د امریکا د ملی امنیت موسسې په تاسیساتو کې کار پریښود او له هغه ځایه هانګ کانګ ته لاړ. دا مهال د نوموړی ځاي ندي څرګند.