د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

په غزني کې وسله وال د "ډبليو ايف پي" درې کارکوونکي تښتولي


د ډبليو ايف پي يا د خوړو د نړيوال پروګرام درې تنه کارکوونکي تېره ورځ د غزني په قره باغي سيمه کې طالب وسله والو ته په لاس ورغلي او له ځان سره يې وړي دي.

دغه تښتول شوي کسان له غزني ښار څخه قره باغي سيمې ته، په ښوونځيو کې د ماشومانو د شمېر د مالومالو لپاره تللي وو، چې بيا به یې وروسته د ماشومانو له مالوم شوي شمېر سره سم له هغوی مرسته کوله.

په غزني کې د خوړو د نړيوال پروګرام يو تن کارکوونکی سليم خان وايي، چې ملګري يې د تېرې ورځې په اوږدو کې وسله والو ته په لاس ورغلي دي.

دی وايي، د سيمې له سپين ږيرو سره يې خبرې شوې او هغوی هڅه کوي، چې تښتول شوي کسان بېرته را خوشې کړي.

"قرباغي سيمې ته دوی په مکاتبو کې د هلکانو د سر شمېرنې لپاره تللي وو، بيا به يې تر سرشمېرنې وروسته له هغو سره مرسته کوله، خو په دغه وخت کې طالبانو ته په لاس ورغلي وو او هغوی له ځان سره وړي دي."

امنيتي چارواکي د ډبليو ايف پي د کارکوونکو په نيولو ناخبري ښيي او تر اوسه لا طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

قره باغي د غزني د نورو سيمو په پرتله ارامه سيمه ده، چې دې ته ورته پېښه پکې کله نه ده شوې.



راپور: سيدشاه
XS
SM
MD
LG