د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د هسکې مېنې ولسوالۍ په نښته کې ملکيان زیانمن شوي


د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته ویلي، د سې شنبې د ورځې په نښته کې ، چې دې ولسوالۍ د ګورګرۍ په ساحه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ ترسره شوه ټول ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

دغه اوسیدونکي وايي، چې دا یو وار نه دی، هره اونۍ، چې سرحدي پولیسو ته اکمالات کیږي امنيتي ځواکونه د طالبانو له کمین سره مخ کیږي او جګړې په پایله کې مرمۍ د عامو خلکو په کورونو لګیږي.

دوی وايي، په پرونۍ نښته کې ګڼ کورونه لګيدلي، چې په یوه کور کې د راکټ مرمۍ د لګيدو له امله د یوې کورنۍ یو ماشوم وژل شوی او د یوې میرمنې په ګډون پینځه تنه نور زخميان شوي او دارنګه په همدې ساحه کې په یوه بل کور کې هم څلور تنه،چې ماشومان هم په کې دي زخمیان شوي دي.

د سیمې اوسیدونکو په خبره په دغه نښته کې،چې سهار شپږ بجې پیل شوې وه او تر غرمۍ پورې يي دوام وکړ په لسګونو څاروي هم لګیدلي دي:

"د سیمې اوسیدونکی: وروره زما په کور د راکټ مرمۍ ولګیده یولمسۍ مې په کې زخمي شو او یوه اینګور او څلور تنه نور د فامیل غړي مې په کې زخمیان شول،موږ خو دولت مخالفین نه یو ولې زموږ په کورو ګولی وروي،خو د خپل دښمن سره دې وجنګیږي.

د سیمې اوسیدونکی: له امنيتي ارګانونو څخه زموږ غوښتنه داده،چې خپل هدف دې د برید لاندې راولی عامو خلکو څه ګناه کړې،هغه تېر ځل هم په دوی له غره نه ډزې کیدې او امنيتي ځواکونو به د خلکو په کورو ډزې کولې"


د هسکې مینې ولسوال اسرار الله قاضي زاده ازادۍ راډيو ته وويل،چې پرونۍ نښته هغه مهال پیل شوه،چې افغان ګډو ځواکونو غوښتل د ګورګرۍ په ساحه کې د سرحدي پولیسو پوستې ته اکمالات وکړي.

نوموړی وايي،د ملکي زیانونو په اړه د خلکو دغه ادعاوې بې بنسټه دي او په خبره يي،چې په پرونۍ پېښه کې یوازې یوه نجلي زخمي شوې ده.

"په دغه پرونۍ نښته کې،چې موږ ته راپور راغلی یوازې یوه نجلی زخمي شوې ده او د خلکو دا خبره غلطه ده،چې لس تنه عام خلک په کې ټپیان شوي دي"

تېر ځل هم ددې ولسوال اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته ویلي وو،چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې عامو خلکو ته زیانونه اوښتي وو.

خو ولسوال بیا وايي،چې وسله وال طالبان د عامو خلکو د کورنو شاوخوا سیمو څخه د سنګر په توګه کار اخلي او دا کار ددې لامل کیږي،چې په نښته کې کله ناکله عامو خلکو ته زیان ورسیږي.

"د دې ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د سرحدي پولیسو پوستې پرتې دي او کله،چې ملي اردو په حمایت ورته اکمالات کیږي نو د طالبانو کمین سره مخ کیږي،چې طالبان هم د خلکو کورونه او شاوخوا سیمې د سنګر په توګه کاروي او امکان لري،چې له دې وروسته هم عامو خلکو ته زیان ورسیږي"

هسکه مېنه،چې پخوا په ننګرهار کې تر ټولو ارامه ولسوالۍ بلل کېده د سیمې د اوسیدونکو په خبره اوس يې امنيتي وضعیت تر دې رسیدلی،چې په تېره یوه میاشت کې له شپیتو زیاتې کورنۍ د جلال اباد ښار او یو شمېر نورو سیمو ته کډه شوې.

دغه اوسیدونکي وايي،چې که امنيتي ځواکونه د دوی په سیمه کې امنیت خوندي نه کړي نو پاتې کورنۍ به هم د مجبوریت له مخې خپله کلی کور پریږدې او نورو سیمو ته به کډه شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG