د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۸

ولسمشر کرزی د اوسپنې پټلۍ د پروژې د پرانیستلو په هدف ترکمنستان ته ولاړ


ولسمشر کرزی د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د پروژې د پرانیستلو په هدف د چهارشنبې په سهار ترکمنستان ته ولاړ.

افغان چارواکي وایي؛ چې ولسمشر کرزی به د دې پروژې د پرانیستلو تر څنګ له ترکمنستاني او تاجکستاني مشرانو سره پر درې اړخیزو مسایلو هم خبرې وکړي.

له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت سلا کار ډاکټرسپنتا او یو شمېر نور افغان چارواکي هم ملګري دي.
ولسمشر کرزي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د هغې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره عشق اباد ته ولاړ؛ چې افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلوي.

افغان چارواکي وایي؛ چې دا پروژه له اقتصادي پلوه د سیمې لپاره ډیره مهمه ده او کولای شي د کابل، دوشنبه او عشق اباد ترمنځ ترانزیتي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړي کړي.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیالې عادلې راز د چهارشنبې په ورځ عشق اباد ته د جمهور رییس کرزي له سفر وروسته ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې سفر کې به د درېیو واړو هېوادونو مشران پر دې اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړي:

"د دې درې واړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او د اقتصادي مسایلو په اړه به په دې سفرکې خبرې وشي.

دغه راز ولسمشر کرزی به د ترکمنستان له نورو لوړ پوړو چارواکو او د تاجکستان له جمهور رییس سره هم وګوري او پردې به خبرې وشي؛ چې څنګه کیدای شي د درې واړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې شي"

د فواید عامې وزارت ویلي چې د اوسپنې دا پټلۍ به شاوخوا څلور سوه کیلومټره د افغانستان په خاوره کې وغځیږي او ډیر ژر به یې تخنیکي څیړنې هم پیل شي.

د دې وزارت چارواکي وایی چې د دې پروژې لومړنۍ څیړنې ترسره شوي او څه باندې څلور سوه ملیونه ډالره به پرې لګښت راشي.

افغان چارواکي وایی چې د آسیا پراختیایی بانک د دې پروژې د عملي کولو لپاره د شاو خوا درې نیم سوه ملیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روانې اونۍ په سرکې اعلان وکړ چې افغانستان په دې هڅه کې دی چې د منځنۍ آسیا د هیوادونو له لارې ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته ترانزیتي لاره پیدا کړي.

اقتصادي څیړونکي د افغانستان،ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د دې پروژې عملي کیدل له اقتصادي اړخه ډیرمهم بولي او وایی چې له دې سره به له ترانزیتي پلوه پاکستان او ایران ته د افغانستان اړتیاوې یوڅه کمې شي.

دا مهال د افغانستان ډیره سوداګریزه راکړه ورکړه له پاکستان او ایران سره ده چې د کتونکو او سوداګرو په باور دې هیوادونو په ډیرو مواردو کې له ترانزیتي او سوداګریزو مسایلو نه د افغانستان پرضد د سیاسي فشار په توګه کار اخیستې دی.
XS
SM
MD
LG