د افغانستان یو شمیر دیني عالمانو هغه څه چې دوی په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او تاوتریخوالی وباله، په کلکه وغانده.
دغو دیني عالمانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې په ایران کې د افغانانو اعدامول، د هغوی وژنې او د افغان کوچینانو د شړلو وروستۍ پيښې د اسلامي اصولو او نړیوالو قوانینو پر خلاف وبلل.
په ایران کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي په اړه د بیلا بیلو خواو د غبرګونونو په دوام یو شمېر افغان دیني عالمانو له ایرانه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی بند کړي.
دغو عالمانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان په وړاندي د ایران د سیاست په نوم غونډه کې پر ایران انتقاد وکړ، چې له افغانانو سره ښه سلوک نه کوي او دا له اسلامي او نړیوالو اصولو سرغړونه ده.
راټولو سویو دیني عالمانو وویل، چې په هیڅ ډلې یا سازمان پورې نه دي تړلي او د غونډې هدف یې دا دی چې په ایران کې د افغان کډوالو حقونه خوندي شي.
دوی یو پرېکړه لیک هم خپور کړ، چې د دې غونډې د یوه جوړونکې مخدوم سید برهان الدین خلیل له خوا وویل شو او په یوه برخه کې یې داسي راغلي.
“موږ په سرحد کې د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا پر افغانانو ټکان او د دوی شهیدول په کلکه محکوموو. زموږ د کنفرانس د ګډونوالو غوښتنه دا ده چې، ایران باید اخلاقي موازین او د ښه ګاونډیتوب اصول په پام کې و نیسي.
د زرو کوچینیانو په زوره ایستنه په موجه او غیر موجه دلایلو لري له انتظاره ده. موږ غواړو چې دا ډول اعمال تکرار نه شي.”
په پرېکړه لیک همداراز له افغان حکومته غوښتل شوي، چې په ایران کې دط د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو ته جدي پاملرنه وکړي.
تیره اونۍ هم د افغانستان د مدني ټولنو یو شمیر غړو په کابل کې د ایران سفارت مخې ته مظاهره وکړه او په ایران کې یې د افغان کډوالو اعدامونه، وژني او له خپلي خاوري په زوره د افغان کوچنیانو را ایستل غندلي وه.
دا غونډې داسي وخت جوړیږي، چې تیره اونۍ د هرات ولایت د بشري حقونو سیمه ییز دفتر وویل، چې د ایران امنیتي ځواکونو تر زرو ډیر کوچنیان د هغوی د میندو او پلرونو پرته له ایران څخه په زوره را ایستلي.
یوه دیني عالم مفتي شمس الرحمان فروتن په دې غونډه کې وویل، چې دغه ډول حالت د دواړو هیوادونو په ګټه نه دی او دوی حاضر دي، چې په ایران کې د خپلو خلکو له حقونو دفاع وکړي.
“د دې وضعیت دوام لومړۍ نه د اسلام په ګټه ده او نه هم ستاسو او زموږ په ګټه. عالمان به د افغان ملت د معصومو او مظلومو وګړو له حقوقو څخه هم په سرحدي سیمو کې او هم د ایران په اسلامي جمهوریت کې دفاع وکړي.”
خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بیا د هرات ولایت د بشري حقونو د سیمیز دفتر هغه خبري نه مني، چې ایران دي افغان کوچنیان په زوره را ایستلي وي.
ددې وزارت ویاند تیره اونۍ وویل، هغه افغانان ایران بیرته راشړلي، چې په غیر قانوني ډول ایران ته ور اوښتي وه.
ځینې افغان کتوونکې او د مدني ټولنې فعالان ایران په افغانستان کې په مذهبي، ژبني، قومي او کلتوري چارو کې په لاسوهنو تورنوي.
دې مسایلو د افغانانو اندېښنې را پورته کړي او له افغان حکومته غواړي، چې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات وکړي.
راپور: معصوم میوند