د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

طالبان څنګه سولې ته هڅول کیدای شي؟


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان د امنیت په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې د سیمه يېزو پولیسو د اهمیت په اړه څرګندونې کړي او لیکي:

په افغانستان کې د سیمه يېزو پولیسو مخالفې ډلې وایي، دا ځواکونه چې شمېر یي له ۲۱ زرو زیات دی او د دې هېواد په ۵۵ ولسوالیو او کلیو کې فعالیت کوي، کیدای شي په سرکښو ملیشو بدل او د مرکزي حکومت لپاره یو ګواښ شي.

د ورځپاڼې په باور، داسې مثالونه شته چې د سیمه یېزو پولیسو ځینو غړیو جنایتونه هم کړي دي، خو د کورنیو چارو د وزارت د ځینو جګ پوړو چارواکو او والیانو په ګډون، د سیمه يېزو پولیسو ملاتړې په دې باور دي چې د سیمه يېزو پولیسو د جوړلو پروګرام د افغانستان د امنیتي ستراتیژۍ مهمه برخه ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، په مرکز او کلیو کې د سیمه ييزو پولیسو ملاتړ زیات شوی، خو په دې شرط چې دا پولیس باید د کورنیو چارو وزارت تر واک لاندې وي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرسیتال جنرال عبدالرحمن رحمان ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي، چې سیمه يیز پولیس د امنیتي پروګرام تر ټولو غوره او ښه عنصر دی او دا پروګرام په څو مرحلو کې عملې کیږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د سیمه يېزو پولیسو د پروګرام جوړونکي یا طراح جنرال ډان بالدک خبره هم راخیستې چې وایي، امریکا په افغانستان کې یو لړ اشتباه ګانې کړي او داسې پروګرامونه یي جوړ کړي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به یي افغانستان ته پر مخ وړل ناممکن وي، خو د سیمه يیزو پولیسو پروګرام بیا داسې نه دی او افغانستان به یي تر اوږدې مودې پورې د تمویل یا پرمخ وړلو توان ولري.

فارین پالیسي:

فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې : طالبان څنګه سولې ته هڅول کیدای شي؟ تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او لیکي:

د نړۍ زیات شمېر مشرانو دا یوه خبره ټینګه کړې چې له تروریستانو سره مذاکره یا خبرې نه کیږي، خو په پټه دا کار کوي او په ډېرو مواردو کي یي نتیجه هم ورکړی ده.

خپرونه په دې اړه د شمالي ایرلند له یاغیانو سره د مذاکرو د تجربو، د اسرائیل او فلسطین، د کولمبیا د انقلابي ځواکونو، د جمهور رئیس ریګن په وخت کي ایران ته چې د تروریزم ملاتړی هیواد بلل کیده، په پټه د وسلو پلورلو او دغه راز د عراق د جګړې یادونه کوي او زیاتوي، له دي تجربو څخه په افغانستان کي او په خاص ډول له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو په کار کي باید ګټه واخیستل شي.

فارین پالیسي وړاندي لیکي:

که د طالبانو د مشرتابه پر ځاي، د جګړو په ډګرونو کي د هغوي له قوماندانانو سره اړیکې ټینګ شي، دا به ډېر اغیزناک وې او که چیري وسله وال د سولې غزیدلی لاس ټینګ نکړې، نو په ستراتیژیکې لحاظ به په یوه کمزوري او دفاعي دریځ کي واقع شي.
XS
SM
MD
LG