دخوست ولايت چارواکي وايي،چې یو شمیر قاضیان،څارنوالان او مامورین دخپلو غیر قانوني کړنو پر بنسټ نظام بدناموي او کله چې په څرګندو جرمونو ونیول شي،نو بیا له محاکمو او څارنوالیو څخه برائت اخلي،چې دا کار په نظام دخلکو باور ته زیان رسوي.
بلخوا دخوست داستناف محاکمو چارواکي وايي چې په محاکمو کې دوسیې په منظم ډول پرته له ځنډه اجراء کیږي او تر ډیره په قضاء کې دفساد مخه نیول شوې ده:
دخوست ولایت چارواکي وايي،چې دڅارنوالیو،محاکمو او کشفي ادارو په وجود کې هغه حکومتي مامورین او یا نور خلک،چې په فساد کې دښکیلتوب له امله د خوست له ادارو څخه شړل شوي،غواړي دازاد رقابت دپروسې په پلمه بیرته خپلو دندو ته راستانه شي،چې دا کار ددوی لپاره دمنلو وړ نه دی،همدارنګه محاکمو کې یو شمیر داسو تورنو کسانو هم دبې ګناهۍ برائت اخیستی،چې دسلګونه جریبه حکومتي ځمکو دخپلولو لپاره يې په جعل او تذویر اسناد جوړ کړي او پرې ثابت شوي دي.
خوست والي عبدالجبار نعیمي وايي،هر کله چې قانون او قوت موجود دي،بیا څرنګه دا ډول خلک دبیرته راتګ هڅه کوي،کچیرې په ازاد رقابت کې بریالي هم شي،دی به دغله او چپاولګر مخه ونیسي:
((ستاسو په وجود کې نن هغه مامورین چې له دې ولایت څخه دفساد په خاطر مو شړلي دي بیا غواړي چې راشي،ایا تاسو دهغو اسناد نلرئ،څنګه هغوی جرئت کوي،چې زه موجود،تاسو موجود،قانون موجود،قوت موجود،دهغوی دغلا اسناد ټول موجود،او دوی بیرته را روان وي او وايي دازاد رقابت له لارې مقرریږم،زه په ازاد رقابت کې دغله،چور،چپاولګرو خلکو ممانعت کوم،چې زر واره مقرر شي نه يې پریږدم.))
خوست والي وايي،محاکمو هغه کسان هم خوشي کړي،چې دسلګونه جریبه ځمکو دخپلولو لپاره يې په جعل او تذویر اسناد جوړ کړي دي،یا دخوست دوالي او دملي امنیت دادارې درئیس دله منځه وړلو پلان يې جوړ کړی او دماین په انتقال لاس په لاس نیول شوي دي:
((دڅلور سوه شل جریبه ځمکې اسناد يې په جعل او تذویر باندې جوړ کړي ول،بیا هم وايي،چې ماته محکمې برائت راکړی،زه نه پوهیږم دا څه رقم حالت دی،بل هغه څوک چې خلک ځوروي،قتل کوي،حتی زما دله منځه وړلو دسیسه يې جوړه کړې وه ماین راته انتقالوئ،دهغوی اصلي نفرچې دا ټول پلان يې جوړ کړی وو،هغه خوشې شوی دی،دملي امنیت رئیس دله منځه وړلو پروګرام،چې يې جوړ کړی وو هغه خوشې شوی دی،دا کار پر نظام دخلکو باور ته زیان رسوي.))
عبدالجبارنعیمي وویل د حکومت له منسوبینو غوښتنه وکړه،چې دامنیت دتامین په شان دې دقانون دپوره واکمنۍ او نظامدارې دتامین لپاره هم هڅې وکړي:
((ډیر وطندوسته سربازان لرو،ډیر وطندوسته صاحب منصبان لرو،ډیر وطندوسته څارنوال صایبان لرو،ډیر وطندوسته قاضي صایبان لرو،یو فسادګر او یو دفساد ملګری هغه دا ټول بدناموي،ټول نظام بدناموي.زموږ دادارو منسوبین فضل دخدای الحمدالله په ډیر ښه شکل سره،په ډیر قوت سره دامنیت په راوستلو کې کامیابه شول،اوس دنظامدارۍ په راوستلو کې باید کامیابه شي،اوس دقانون پر حاکمیت هر ځای باندې چې وي دهغو په راوستلو کې باید کامیابه شي .))
دخوست داستناف محاکمو رئیس مولوي عبدالتواب په خوست کې قضايي چارې ښې بولي او وايي،که هر څوک دقانون ماتونو په اړه څه لري،نو له ده سره دې شریکې کړي.نوموړي داعتراض په ډول څارنوالانو ته مخ ورواړوه،چې دتورنو ددوسیو په ترتیب کې دې له دقته کار واخلي:
((په محکمو کې فیصلې روانې دي،وثایق روان دي هره ورځ بندیان راځي دهغوی فیصلې کیږي،چا سره چې شکایت وي،زه حاضر یم ما ته دې خپل شکایت ووايي،زه به دقانون په رڼا کې هغې ته رسیده ګي کوم،او څارنوالانوپه اړه هم دالله نه غواړم،چې څارنوالان وروڼه هم د ښه کیفیت په رعایت سره خپلې دوسیې ترتیب کړي.))
دیادونې وړ ده،چې په خوست کې لاهم په ډیریو ولسوالیو کې قاضیان او څارنوالان ندي موجود او خپلې چارې په مرکز کې پرمخ وړي،چې له کبله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او تل يې شکایتونه کړي او یا مجبوره شوي دي،چې حتی خپلې جزايي موضوعګانې هم قومي نرخیانو،منځګړو او جرګه مارو ته دحل لپاره وسپاري.
خبریال/نجیب الله الوخیل