د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

کندهار: دوو چاودنو ٩ کسان ووژل - ٦٠ کسان ټپيان کړل


په کندهار کې غبرګو موټربم چاودنو نهه کسان ووژل او نژدې شپېته تنه نور ټپيان کړل.

چاودنې په عينو مېنې سيمه کې شوې دي.

د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې د پېښې د څېړنېو او عاملانو د نيولو لپاره يې کشفي او امنيتي ادارو ته د جدي اقداماتو امر کړى دى.

د دې چاودنو هدف پوليس وو، خو د کندهار چارواکي وايي تر ډېره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ماشومان هم په کې شامل دي.
XS
SM
MD
LG