په داسې حال کې چې د سوریې د بحران د حل لپاره هلې ځلې روانې دي، د اسراییلو او روسیې مشران په خپلې ننني غونډې کې د سوریې د اوضاع په اړه سره خبرې کوي.
تمه ده، چې د اسراییلو صدراعظم به د روسیي مشرانو ته د هغو روستیو رپوټونو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړي، چې وایې مسکو د دمشق رژیم ته پرمختللي دافع هوا راکټونه ورکوي.
د روسيې د جمهور رییس او د اسرائیلو د صدراعظم ترمنځ دغه خبرې د تور سمندر په غاړه د روسیې په سوچي ښار کې ترسره کیږي.
د روسیي ولسمشر ویلادیمیر پوتین له غونډې مخکې وویل، چې په دغو خبرو کې په خاص ډول د روسیي اوضاع څیړل کیږي، هغه د روسيې او اسراییلو د اړیکو په هکله داسې وویل:
(د پام وړه خبره دا ده، چې موږ په عام ډول په خپلو اړیکو کې مثبت تمایل لرو، د کارپوهانو ترمنځ په رابطو کې هم چې ښې پرمخ روانې دي.)
تمه ده، چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو به د هغو رپوټونو په اړه اندیښنه څرګنده کړي، چې وایې مسکو نیت لري S-300 ډوله دافع هوا راکټونه د دمشق رژیم ته ورکړي.
نتانیاهو روسیې ته د خپل دغه سفر په هکله داسې وویل:
(زه ډیر خوشاله یم، چې د منځني ختیځ سیمې ته د ارامي او لازیات امنیت راوستو لپاره داسې یو فرصت لرم.
دغه سیمه د موږ لپاره ډیره مهمه ده، موږ هلته اوسو او موږ په دې پوهیږو چې دغه سیمه تاسو ته هم مهمه ده، نو موږ په ګډه په دې فکر کولای شو، چې څنګه سیمه ارامه او با ثباته شي.)
د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، که چېرې S-300 ډوله راکټونه د دمشق رژیم ته په لاس ورشي نو سیمه به نا ارامه شي.
د اسراییلو صدراعظم په داسې مهال د روسیې لیدنه کوي چې دیپلوماتیک زیارونه روان دي ترڅو د سوريي د کړکیچ په اړه له مسکو سره نورې خبرې هم خبرې وشي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د روانې اونۍ په پای کې مسکو ته ځي.
نړېواله ټولنه کوښښ کوي، چې د بشارالاسد رژیم چې په تیرو دوو کلونو کې یې حکومت ضد مظاهرې سختې ځپلي ګوښه کړي خو مسکو یې ملاتړ کوي.