د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۳

بلوچستان: په تاوتريخوالي کې ١٧ تنه وژل شوي


په بلوچستان کې د انتخاباتو د غيررسمي نتايجو په نتيجه کې پښتون ملتپال ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند اکثريت څوکۍ ګټلې دي، خو د انتخاباتو په ترڅ کې د ايالت بېلابېلو سيمو کې د بمي چاودنو او ډزو له امله اوولس تنه وژل شوي او شاوخوا دېرش تنه ټپيان شوي دي.

په بلوچستان ايالت کې د پاکستان د نورو ايالتونو په پرتله انتخابات په ډېره سوله ييزه فضا کې تر سره نه شول، خو بيا هم د رايې ورکوونکېو شمېر پکې تر تېرو انتخاباتو زيات وو. د ايالت په بلوڅي سيمو کې د وسلوالو له خوا د رايې ورکولو پر مرکزونو پرله پسې بريدونه روان وو، چې د رايو اچولو بهير ته يې تاوان ورساوه، خو ويې نه ځنډاوه.

پرون ماځيګر په جنوب ختيځه سيمه نصيراباد کې په چتر نومې ځاى کې د يوه ازاد کانديد خادم حسين پلويان تر رايې ورکولو وروسته په يوه بس کې د را ستنېدو په حال کې وو، چې د سړک له غاړې ماين پرې ور وچاودېد او په نتيجه کې يې لس تنه و وژل شول او شل تنه پکې ټپيان شول.

په خاران سيمه کې هم د هندو لږکېو په يوه کوڅه کې د رايو ورکولو پر مرکز په بريد کې يو تن و وژل.

د کلات سيمې په سوراب نومي ځاى کې هم د رايې ورکولو پر مرکز موټرسايکل سپرو وسلوالو ډزې وکړې او دوه تنه يې و وژل. د کوټې ښار د رايې ورکولو سوله ييزه فضا هم تر ماسپښين وروسته په تاوتريخوالي بدله شوه، د ښار په منځ کې په شابو کلي د ښځو د رايې ورکولو پر مرکز لاسي بم ور وغورځول شو چې څلور ښځې يې ټپي کړې.

همدارنګه د ايالت په پښتني سيمو کې هم انتخاباتو د څو تنو ژوند واخيست. د کوټې ښار شمال لوري ته په کچلاغ سيمه کې د عوامي نېشنل ګوند پر انتخاباتي دفتر د لاسي بم بريد وشو چې د دې ګوند د کانديد ستار کاکړ په شمول شپږ تنه پکې ټپيان شول.

د افغانستان پولې ته نيژدې د چمن په فيضو کلي کې د يوه ازاد کانديد او د عوامي نېشنل ګوند د پلويانو تر منځ ناندرۍ په شخړه بدله شوه چې پر يوه بل يې ډزې وکړې او په نتيجه کې يې څلور تنه و وژل شول او پينځه نور ټپيان شول.

د اخ و ډب پر پېښو برسېره په بلوچستان ايالت کې د رايې ورکولو بهير په برياليتوب سره سر ته و رسېد او له بېګا شپې راهيسې د رايو شمېرلو کار دوام لري چې تر اوسه پورې لا هم د انتخاباتو د کميسون له خوا رسمي نتايج نه دي ورکړل شوي، خو تر اوسه پورې د تر لاسه شويو غيررسمي نتايجو له مخې د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ پر پينځوس څوکېو باندې ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند اکثريت تر لاسه کړى او د کوټې ښار په شمول له نورو پښتني سيمو يې يوولس څوکۍ ګټلې دي، همدارنګه د دې ګوند مشر محمودخان اڅکزى له دوو حوزو څخه مرکزي پارلمان ته بريالى شوى دى.

د بلوڅي سيمو غيررسمي نتايج هم لا نه دى تر لاسه شوي، خو ځينې ناتاييد شوي راپورونه ښيي چې هلته هم ملتپالو ګوندونو زياتې څوکۍ ګټلې دي.

د يادونې وړ ده چې د وژل شوي بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي زوى نوابزاده طلال اکبر بګټي- چې څو ورځې وړاندې يواځې له خپلې کانديدۍ لاس پر سر شوى وو- پرون د انتخاباتو د بهير تر پاى ته رسېدو مخکې د خپل ګوند جمهوري وطن ګوند له خوا له انتخاباتو بايکاټ اعلان کړ او تور يې ولګاوه چې دا انتخابات له درغلۍ پاک نه دي.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG