د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۶

په غزني کې چاودنې څلور پوليس ووژل


چارواکي وايي، په غزني کې نن د عامه ساتنې د پوليسو پر يو موټر چاودنه شوې ده، چې پکې څلور تنه افغان پوليس وژل شوي او يو بل ژوبل دی.

چاودنه نن سهار د کابل کندهار پر لويه لاره، د غزني په ناني سيمه کې د عامه ساتنې د پوليسو پر يو موټر شوې ده، چې پکې تر اوسه پورې څلور تنه پوليس وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

چارواکي وايي، د عامه ساتنې پوليسو، يو اکمالاتي کاروان تر سيمه تېراوو، چې د سړک پر غاړه يو ځای پر ځای شوی ماين پرې ور چاودېدلی دی.

د غزني مرستيال والي، محمد علي احمدي په پېښه کې اوښتې مرګ ژوبله تاييدوي او چاودنه د طالب وسله والو کار بولي:

"د کابل کندهار پو لويه لاره، د غزني ښار او قره باغ ولسوالۍ تر منځ په ناني سيمه کې د عامه ساتنې پر پوليسو دغه چاودنه شوې ده. د عامه ساتنې پوليسو يو اکمالاتي کتار له کابل څخه کندهار ته بېوو، چې پر لاره پرې د سړک پر غاړه خښ شوی ماين چاودېدلی دی، په پېښه کې تر اوسه پورې څلور تنه د عامه ساتنې پوليس وژل شوي او يو بل ژوبل دی."

د غزني د ملکي روغتون ډاکټران وايي، دوی ته د پېښې له ځای څخه د څلورو پوليسو جسدونه او يو ټپي ور وړل شوی دی.

دوی د ټپي شوي پوليس روغتيايي حالت د ډاډ وړ بولي.

د چاودنې مسووليت وسله وال طالبان مني. خو پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نه لري.

شاو خوا شل ورځې وړاندې د اندړو ولسوالۍ په ملا نوح بابا سيمه کې هم د عامه ساتنې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې وه، چې پکې پنځه تنه پوليس وژل شوي وو.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG