د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۳

امریکا سوریې ته سخت خبرداری ورکړ


د امریکا د ولسمشر بارک اوباما وویل،هغه څه چې اوس له موږ سره دي، هغه شواهد دي چې دا ښکاروي چې په سوریې کې کیمیاوي وسلې کارول شوي دي.
د امریکا د ولسمشر بارک اوباما وویل،هغه څه چې اوس له موږ سره دي، هغه شواهد دي چې دا ښکاروي چې په سوریې کې کیمیاوي وسلې کارول شوي دي.
امریکا وایي چې یو لړ شواهد یې ترلاسه کړې دي چې دا څرګندوي چې بشار الاسد پر ملکیانو کیمیاوي وسلې استعمال کړې دي.

دمشق دا نه مني او وایي چې یاغیانو کیمیاوي وسلې کارولې دي، خو امریکا وایي، ښایي په سوریې کې له دې سره وضعیت بدل شي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل:

« هغه څه چې اوس له موږ سره دي، هغه شواهد دي چې دا ښکاروي چې په سوریې کې کیمیاوي وسلې کارول شوې دي، خو نه پوهیږو چې کله او څرنګه ترې استفاده شوې ده او چا کارولي دي»

بارک اوباما دا خبرې پرون په سپینه ماڼۍ کې په یوې خبرې غونډې وکړې. د امریکا ولسمشر خپلې تیرې خبرې هم تکرار کړې چې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو کارول به هلته لوبه بدله کړي.

اوباما زیاته کړه چې په دې برخه کې هره پریکړه باید د کره شواهدو له مخې وشي:

« که بیړه وکړو او له موثقو او اغیزمنو شواهدو پرته قضاوت وکړو، نو داسې دریځ به مو خپل کړی وي چې بیا به نه شو کولی چې نړیواله ټولنه دې ته راماته کړو چې زموږ ملاتړ په هغه څه کې وکړي چې ترسره کوو یې»

د امریکا ولسمشر له دفاع وزارته وغوښتل، که چیرته دا ثابته شي چې بشار الاسد پر ملکیانو کیمیاوي وسله استعمال کړې، نو بیلابیل اقدامات دې په نظر کې لري.

ملګرو ملتو د سوریې پر حکومت فشار زیات کړی دی، څو د ملګرو ملتو د څیړونکو یوې ډلې ته اجازه ورکړي چې په سوریې کې د دغو تورونو تحقیقات وکړي.

تر دې مخکې د سوریې ولسمشر یاغیان د کیمیاوي وسلو په استعمالولو تورن کړې وو، خو بشار الاسد سوریې ته د ملګرو ملتو د هیات له ورتګ سره مخالفت کړی و، ځکه چې دې ډلې غوښتل حکومتي مرکزونه هم وپلټي.

د بشار الاسد رژیم او یاغیان یو بل د مارچ په میاشت کې د حلب په ښار کې د کیمیاوي وسلو په استعمالولو تورن کړل.
XS
SM
MD
LG