د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه وايي؛ چې د دوشنبې په ورځ د باګرام په پوځي هوايي ډګر کې یو ملکي کارګو الوتکه تر پورته کیدو سمدستې وروسته لویدلې ده او په کې سپاره ټول اوه کسان وژل شوي دي.
طالبانو د الوتکې له نسکورېدو سمدستي وروسته د دې الوتکې د غورځولو ادعا وکړه؛ خو ایتلافي ځواکونو په یو بیان کې ویلي چې؛ د طالبانو ادعا ناسمه ده.
دا د لسو ورځو څخه په کمه موده کې په افغانستان کې د بهرنیانو لپاره د الوتکې د نسکوریدو دریمه پېښه ده.
په یوه تازه پېښه کې د دوشنبې په ماسپښین په باګرام هوايي اډه کې یوه باروړونکي الوتکه رالویدلې او په کې سپاره اوه کسان وژل شوې دي.
ایتلافي ځواکونه وايي، ددې ملکي باروړنکي الوتکې د غورځیدو د علت په اړه څیړنې روانې دي خو د پېښې پر مهال په سیمه کې د مخالفو وسلوالو د فعالیت نښې نه وې موجودې.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د ایتلافي ځواکونو د ویاند لوکا کارنیل له خولې وايي، الوتکه له پورته کیدو سمدستې وروسته له کمې ارتفاع څخه بیرته رالویدلې ده.
ایتلافي ځواکونو په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو د هویت او همدارنګه د هغه شرکت د څرنګوالې په اړه چې دا الوتکه ورپورې مربوط وه څه نه دي ویلي.
وسلوالو طالبانو ددې الوتکې له نسکوریدو سمدستي وروسته ددې الوتکې د نسکوریدو مسولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې دا الوتکه دوی راغورځولې ده،خو د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو بیا د طالبانو دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې د پېښې پرمهال په سیمه کې د مخالفو وسلوال هیڅ ډول فعالیت نه وو موجود.
تر دې مخکې د شنبې په ورځ د نړیوالو ځواکونو یو الوتکه په زابل کې غورځیدلې وه چې په هغې کې د ناټو څلور پوځیان وژل شوې وو. ددې الوتکې د نسکوریدو مسولیت هم وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستی و خو ایساف یې ادعا رد کړې وه.
د زابل د پېښې په اړه په لومړنیو څیړنو کې ویل شوې وو چې نړیوالو ځواکونو یوه الوتکه په زابل کې د هوا د خرابۍ له کبله غورځیدلې ده.
تقریبا لس ورځې مخکې د بهرنیو یوې بلې الوتکې د لوګر په ازره کې بیړنۍ ناست کړې وه، چې په کې سپاره یولس کسان د وسلوالو طالبانو له خوا برمته شول. ویل کیږي چې په دې برمته شویو کسانو کې چې دا مهال د وسلوالو طالبانو سره دي اته ترکان، یو روسی، یو یوکراینی او یو افغان شامل دي.
طالبانو ویلي چې دې الوتکې ته یې اور اچولی دی.
په داسې حال کې چې له دې پېښې یولس ورځې تیریږي، تر اوسه پورې د یو لس برمته شویو کسانو د برخلیک په اړه جزییات نه دي څرګند خو د لوګر والي ارسلاجمال د ازادۍ راډیو ته ویلي ګومان کیږي چې دا کسان به د کرمې ایجسنۍ قبایلي سیمې ته اړول شوې وي.