د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۴

د خوست باغونه بې مالیاره دي


دخوست ډیری حکومتي باغونه رغونې ته اړتیا لري ، ددې باغونو راچاپیره دیوالونه وران شوي او زیاتره ونې او نیالګي پکې وچ شوي دي . دخوست خلک له حکومت څخه غوښتنه لري،چې ددې باغونو ساتنې او رغونې ته دې پاملرنه ډیره کړي.

پخوا په خوست کې فارم باغ ،سیګۍ باغ ،بادام باغ بلاووټ باغ ، میلمه کوټ او نور بڼونه ،نه یوازې دخلکو لپاره دنندارو او تفریح ځایونه وو،بلکې دې باغونو څخه هر کال په ډیره اندازه دوچې او تازه میوې پیدوار هم حکومت ترلاسه کاوه.

په یادو باغونو کې په زرګونو کسان په کار او زیار بوخت ول ،چې دورځې مزدورۍ په بدل کې به يې وچې او تازه میوې لاسته راوړې اویاد باغونه ددولت په ښو اقتصادي سرچینو کې حسابیدل. دامهال ددې باغونو ډیری ونې او نیالګي وچ شوي ، له باغونو څخه راچاپیره دیوالونه راپریوتي او حتی د یو شمیر باغونو ځینې برخې د زورواکو له خوا غصب شوي دي:

((زه صیب نومیږم او دمټا چینې اوسیدونکی یم دا بادام باغ مخکې ډیر ښکلی باغ وو ،خو اوس له منځه تللی دی ،دولت هیڅ پام نه ورته لري ،زراعت پام نه ورته لري،اوس بیخې تباه او برباد دی ،خاورې ایرې دی،کچیرې مسوولې ادارې پام ورته وکړي نو دا باغ به ډیر ښکلی شي ،همداسې په خوست کې نورهم ډیر باغونه دي ،چې په همدې توګه تباه او برباد دي او هیڅ توجه ورته نشته .

رحمان الدین یم دعلیشیرو یو تن اوسیدونکی، دبلاووټ باغ ټولو خلکو غصب کړیدی ، دا ډیر دسیل او نندارې ځای دی ،خو اوس مالیار نلري کچیرې حکومت ورته پام وکړي ،غاصبین ځینې وباسي ،ونې پکې کینوي نو خلکو او حکومت ته به ډیره ګټه ورسوي. بصیرالله همکار یم دفارم باغ اوسیدونکی ، په اوسني وخت کې باغونه ډیر خراب شویدي،نو دسمسورولو لپاره يې نیالګيو ته اړتیا لرو تر څو دامنظرې او زموږ وطن ښکلی او ښایسته شي .))

انجینر فضل الرحیم ،چې دخوست دکرنې ریاست یو سابقه لرونکی مامور دی وايي ،چې په شاهي نظام او دسردار داود خان دجمهوریت په وخت کې پدې باغونو کې په زرګونو کسان په کاروبار بوخت ول او ښه حاصلات يې درلودل خو له بده شامته اوس دنړیوالې ټولنې پدې پریمانه مرستو کې حتی دباغونو رغونه هم نده شوې:

((پخوا چې کوم باغونه وو ،حتی د داودخان او ظاهرشاه په وخت کې دجرمنیانو یوه پروژه وه ،چې په هغه کې په زرهاوو کسانو کار کولو،معلومه خبره ده چې حاصل يې هم لوړ وو ،خو متاسفانه پدې امکاناتو کې چې په تیرو لسو کلونو کې موجود ول هیڅ ونشول ، هغې وخت سره ددې باغونو ډیر فرق دی ،نفر هم کم کار پکې کوي او حاصل يې هم کم دی.))

دخوست دکرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست نقیب الله دا مني ،چې دخوست ډیری باغونه راچاپیره دیوالونه نلري او تر اوسه يې درغونې په اړه هم عملي کارونه ندي ترسره شوي،نوموړی په باغونو کې دکافي خدماتي پرسونل نشتون مهمه ستونزه بولي :

((زموږ میلمه کوټ باغ راچاپیره دیوال نلري ،دفارم او بلاوټ باغونه احاطه نلري خو امکان دې ولري ،چې په روان ۹۲یم کال کې به بودجه ورته منظوره شي او عملاً به کار پرې پیل شي ،دتشکیل په برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ یو ،موږ په میله کوټ کې یو نفر لرو ،موږ په بلاووټ کې یو نفر محافظ یا ساتونکی لرو،یوازینۍ مشکل دتشکیل دی چې کافي تشکیل نلرو ،خدماتي کارمندان نلرو ،اکثره باغونه مو وحشي شویدي ،یو یا دوه کسان نشي کولای چې له درې سوه یا څلورسوه جریبه باغ څخه مراقبت وکړي .))

دکتونکیو په وینا خوست دمیو دانو او کرنې لپاره داقلیم ،ځمکې او اوبو له اړخه پوره مناسب دی او کچیرې حکومت پدې برخه کې پانګونه وکړي دخلکو لپاره به يې دچاپیریال دسمسورتیا ،تفریح او د دولت لپاره به يې ددایمي عایداتي سرچینو په توګه کار کړی وي.

خبریال/نجیب الله الوخیل
XS
SM
MD
LG