د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

په چين کې د افغانستان پولي ته نژدې ۲۱ کسه ووژل شول


د چين د حکومت يوې وياندې وويل، چې په هغې نښتې کې چې پکې له چاقوانو، تبرونو او لږ تر لږه يوه ټوپکه کار اخيستل شوي دي، يو کور سوځيدلي او يو ويشت تنه وژل شوې دي.

د چين دغې وياندې دغه بريد چې د چين په لرې لويديځ سين کيانګ کې وشو، ترورستي بريد وباله.

دا د دوه زره نهم کال له جولاي راپه دې خوا تر ټولو خونړي بريد دي. څلور کاله مخکې د سين کيانګ په مرکز ارومچي کې د اکثريت هان چيناييانو او اقليت اويغورانو ترمنځ په شوې جګړې کې نژدې دوه سوه تنه وژل شوې وو.

په سين کيانګ کې د حکومت وياندې هو هانمين وويل، د سې شنبې د ورځې په شخړه کې د سيمې نهه اوسيدونکي، شپږ پوليس او شپږ اويغوران وژل شوې دي.

هوهانمين د کومې ډلې نوم وانخيست، خو چين مخکې په سين کيانګ کې پر شويو بريدونو مسلمان بيلتون غوښتونکي تورن کړې وو، چې د ختيځ ترکستان د خپلواک هيواد د جوړيدو هڅې کوي.

په سين کيانګ کې اکثر اويغوران چې مسلمانان دي پر خپله خاوره د چين پر واکمنۍ خپه دي.

هوهانمين وويل، کارګرانو د مارالبيکس په سيمه کې چې د اويغورانو ده په يوه شخصي کور کې پر خلکو شک راغي، کله چې هغوي هلته چاقوان وليدل، نو پوليس يې هم خبر کړل.

يو شمير پوليس او د ټولنې کارګران دغه کور ته ورغلل، هلته اويغورانو له تبرونو او چاقانو سره له پوليسو او کارګرانو سره جګړه وکړه. د هوهانمين په وينا يوازې له يوه پوليس سره وسله وه.

د چين دولتي رسنيو خبر ورکړ چې پوليسو اته تنه بريد کوونکي نيولې دي.

د رپوټونو له مخې جګړه د ياغيانو له دې ډلې سره هغه وخت پاي ته ورسيده چې کور ته اور واچول شو.
XS
SM
MD
LG