د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

پاکستان په نړۍ کې د انټرنټي غلاوو له لویو مرکزونو بلل کیږي


نړیوالو وخت په وخت هڅه کړې تر څو پر دې هیواد فشار راوالي ، چې د (Copy Right) یا د ثبت او خپرولو د حق د خوندي کولو لپاره هڅه وکړي.

پدې هیواد کې هرکال د انټرنټ له لارې د امریکا د سینمايي فلمونو او غربي موسیقي ملیونونه کاپي ګانې د سي ډي او ډي وي ډي په توګه په غیرقانوني ډول خرڅيږي.

خو دا یوازې غربي سینما او موسیقي نه ده ، چې د پاکستان انټرنټي غلو ضربه ورکړې بلکه یو شمیر پښتانه سندر غاړي وايي، چې د پښتو موسیقي یې هم د له منځه تللو له خطر سره مخامخ کړې ده .

خو دا انټرنټي غله څوک دي؟

دا هغه ځوانان دي ، چې له یوه لپ ټاپ کمپیوټر سره د خیبر پښتونخوا د کوڅو په هر کونج کې یې ځاي نیولی دی او د خلکو په وینا داسې نوې سندره نشته ، چې له هغوي سره به نه وي.

دا کسان د یوټیوب په څير انټرنټي چینلونو او د پښتو موسیقي د ویب پانو څخه سندرې ډونلوډ کوي او په ډير ناچیز قیمت یې خلکو ته په سي ډي، فلش ډیسک او سمارټ فونو کې ورکوي.

مخکې به یوه سندغاړي د خپلو سندرود نوي البم لپاره د کسټونو له دکاندارانو سره خبرې کولې تر څو هغه د سندرې په ثبت ، د کسټ په جوړولو او خپرولو کې مرسته ورسره وکړي.

په دې توګه نه یوازې سندرغاړو د خپلو کسټونو د خپرولو په خاطر پيسې ترلاسه کولې د دکاندارانو هم کار جوړ وو ځکه خلک مجبور وو ، چې ورشي او کسټونه ورڅخه واخلي.

د انټرنټي غلا له رواج کیدو سره د کسټونو ډير دوکانونه هم وتړل شول او د کسټونو تجاران یې هم په بې ساري ډول اغیزمن کړی دی.

سندرغاړی سردار یوسفزی وایي یو وخت به د کسټونو دوکاندارانو د ده د سندرو د ثبت لپاره نوبت نیولی وو خو اوس ډير پيژندل شوي او منل شوي سندر غاړي هم مجبور دي، چې د خپلې سندرې د ثبت لپاره دکاندارانو ته پيسې ورکړی.

سردار یوسفزی وايي ، د پښتو موسیقۍ ډير نوموړي سندرغاړي هم اوس د ځان د بقا لپاره هڅې کوي ځکه ډير شمیر هنرمندان فکر کوي، چې بل کسب او کار نه شي کولای.

د ده په وینا د پښتو موسیقي په ډيرو سندرغاړو کې مایوسي د خپریدو په حال کې ده .

سهیل خان په پيښور کې د کسټونو دکان لري او ځان د پښتو موسیقۍ د زوال برخه ګڼي . یو وخت به هره ورځ لس هاوو سندغاړي په پيښور کې د ده د کسټونو دکان ته ورتلل .

سیهل خان وروسته په خپل دکان کې د موسیقي د ثبت سټيډیو جوړه کړه او په دې ډول یې د مشتریانو شمیر دوه برابره زیات شو.

دی وايي په وروستیو کلونو کې د انټرنټي غلاوو له پيل سره سم په پيښور ښار کې د ده دکان ته ورته لس هاوو د کسټونو د خرڅولو او د سندرو د ثبت دکانونه وتړل شول .

سهیل خان وايي ، چې انټرنټي غلو مارکیټ دومره ځپلی دی، چې دی اوس په ډيره سختي د خپل دکان د کرایې پيسې پيدا کولای شي. په پاکستان کې د هنرمندانو د حقونو د خوندیتوب د ادارې یو چارواکی وايي، چې سندغاړي ډير کله حتی نه پوهیږي ، چې پدې برخه کې قوانین شته .

خو د سنګهم په نوم د سندرو د ثبت د سټیډيو مالک سهیل خان وایي، د پښتو ډیر مشهور سندرغاړی لکه خیال محمد او نازیه اقبال هم د دې غلو د لاسه خپل کسټونه نه شي خرڅولای ځکه حکومت نه د کاپي رايټ (Copy Right) یا د ثبت او خپرولو د حق د خوندیتوب د قوانینو په عملي کولو کې ناکام شوی دی.

سندرغاړی کرن خان وايي، چې که چیرې دې مسلې ته پام ونه شي نو د پښتو موسیقي راتلونکې له جدي خطر سره مخامخ ده .
XS
SM
MD
LG