فاننشیل ټایمز ورځپاڼې په تیرو دولسو کلونو کې په کابل ښار کې د راغلو بدلونونو په اړه یوه مقاله خپره کړې؛ چې ویکتور مالیت لیکلې ده.
د مقالې لیکوال وایي، چې اول وار په ۲۰۰۱ کال کې کابل ته تللی وو او په خپل تازه سفر کې یې هلته راغلي بدلونونه له سیاسي، امنیتي او ټولنیز اړخ څخه ارزولي دي.
دی لیکي، کابل په تیرو دولسو کلونو کې په یوه مدرن ښار بدل شوی؛ هر لور ته د نجونو ښوونځي دي او (3G) ټلفوني شبکې هر لور ته غځېدلي دي.
خو د افغانستان د ماليې پخواني وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزي فایننشیل ټایمز ته ویلي؛ چې په کابل ښار کې وضعیت لا هم له عادي حالته ډير لېرې دی او په هیڅ ډول هغسې امنیت او کراري نشته لکه څرنګه، چې دې ښار ته د ښاغلي احمدزي د اول وار ستنیدو په وخت کې موجود و.
اشرف غني احمدزي ویلي؛ هوټلونه او دکانونه ارام او تش دي. هرې خواته د تلاشي پوستې دي.
د فایننشیل ټایمز د دې مقالې لیکوال لیکي، د هندو کش په غرونو کې د واورې له ویلي کیدو سره د جګړې موسم پیل کیږي. له دې سره د ښار خلک او امنیتي ځواکونه په دې اندیښه کې دي، چې څه وخت به د وسله والو طالبانو یا نورو ډلو حمله په ښار کې پاتې اطمینان هم دړې وړې کړي.
تایم مجلې هم د هوا له ګرمیدو سره په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د خونړیو حملو په اړه یوه مقاله خپره کړې او په فراه کې د اپریل د څلورمې نیټې پيښې ته يې کتنه کړې.
په دې ورځ د وسله والو طالبانو یوې ډلې په فراه کې د محکمې پر ودانۍ حمله وکړه، چې د ګڼ شمېر ملکي خلکو په ګډون دوه ځوان قاضیان هم په کې ووژل شول.
په دې کې یو اته ویشت کلن قاضي فریدون و؛ چې نوی د هرات پوهنتون څخه فارغ شوی و او په فراه کې د ولایت په محکمه کې یې کار کاوه.
د فریدون پلار حاجي سید احمد جان ټایم ته ویلي؛ زه په روغتون کې د یوه ناروغ خپل لیدو ته ورغلی وم، چې د حملې خبر خپور شو نو هرڅومره، چې می د فریدون ټلفون ته زنګ وواهه، زنګ یې نه تیراوه.
حاجي سید احمد جان ویلي، ما هر زخمي، چې روغتون ته را رسیدو په تمه لید، چې ګوندې خپل زوی هم ووینم.
خو د حاجي سید احمد جان د زوی مړی وروسته د محکمې په ودانۍ کې وموندل شو، چې په سر لیګدلی و. له هغه څخه دوه واړه زامن او یوه کوچنۍ لورپاتي دي.
ټایم د فراه د والي په حواله لیکي؛ چې د پيښې په اړه یې څیړنې کړې او د دوی استخباراتی معلوماتو څرګنده کړې؛ چې حتی د دې ولایت طالبان خپله د محکمې پر ودانې د حملې له پلانه نه وو خبر.
جمهور رییس حامد کرزی هم تر پيښې وروسته سیمې ته ولاړ او د څيړنو ژمنه یې وکړه؛ خو د ټایم په لیکنه دې وعدو د خلکو غصه نه ده کمه کړې.