د چین دولتی مطبوعات وايي، چې د دې هیواد په جنوب لویدیځ ولایت سچوان کې یو سل او څلویښت تنه د زلزلې له امله مړه شوي دي.
له چینه تازه خپاره شوي رپوتونه د زرهاوو تنو د زخمی کیدو خبر ورکوي، چې د یو سل او اویا تنو روغتايي حالت ډير نازک ښوودل شوی دی.
اټکل کیږي چې د مړیو شمیر به لا زیات شي.
د سیمې یوې اوسیدونکي د زلزلې په وخت خپل حالت داسې توضیح کړ : زه پر خپل ځاي نه شوای دریدلای. زلزله دوې دقیقې وه او یو وخت ، چې په خود شوم په تشناب کې پرته وم. دوه درانه ټکانونه هم راغلل.
د چین په سچوان ولایت کې په دوه زره اتم کال کې هم په زلزله کې نږدې نوي زره کسان وژل شوي وو.
د چین دولتي مطبوعات وايي، چې لږترلږه شپږ زره عسکر سیمې ته استول شوي تر څو د ژغورنې له عملیاتو سره مرسته وکړی او د دې هیواد صدراعظم هم د زلزلې ځاي ته تللی. په سچوان ولایت کې د بریښنا جریان پرې شوی او د ابو رسولو سیسټم له کاره لویدلی دی.