رویامحبوب په افغانستان کې یوازینۍ مېرمن چې د سافټ ویرونو د یوې کمپنۍ مشري کوي د ټایم مجلې له خوا د نړۍ د سلو مخکښو څیرو په فهرست کې راغلې ده.
که څه هم په افغانستان کې دا ذهنیت چې ښځې باید یوازې په کور کې کار وکړي لاهم حاکم دی خو رویا محبوب په هرات ولایت کې د خپل تجارت او د زده کوونکو او محصلو نجونو لپاره د پروژو په پراخولو سره دومره ستره بریا ترلاسه کړې ده.
ټایم مجله چې هرکال د نړۍ د سلو بانفوذه څیرو فهرست خپروي سږکال په دې فهرست کې د رویا محبوب نوم هم شامل کړ.
په هرات کې د رویامحبوب د کمپیوټر د سافټ ویرونو په کمپنۍ کې ټول پنځه ویشت کسان کار کوي چې اتلس یې ښځې او پاتې نارینه دي. له دې ډلې پنځه مېرمنې په خپل کور کې کار کوي.
د سیتاډېل په نوم د نوموړې کمپنۍ د دولت د وزارتخانو، غیرحکومتي ټولنو، خصوصي شرکتونو او حتی د ناټو لپاره د کمپیوټر سافټ ویرونه او ډيټابېسونه جوړي او مشورې ورکوي.
رویا محبوب نورې په زړه پورې پروژې هم لري. په افغانستان کې د انټرنېټ کارول یوازې په ښارونو او انټرنېټ کافې ګانو کې ممکنه ده خو څرنګه چې دا ځای د ښځو لپاره مناسب نه بلل کېږي، نو دې مېرمنې د ټول هېواد په کچه څلوېښت انټرنېټ کافې ګانې جوړې کړې چې څه باندې 160 زره زده کوونکې نجونې کار ترې اخلي.
نوموړې د خپلو هڅو په اړه آزادۍ راډیو ته وویل:
(موږ یوه پروژه لرو چې له هغې څخه مو هدف په افغانستان کې د زده کړو او معلوماتي ټکنالوژۍ له لارې د ښځو پیاوړي کول دي. د انټرنټي ښوونځیو او د د داسې یو تعلیمي سیسټم د رامینځ ته کولو له لارې چې په انټرنېټ سمبال دی، د ټولنیزو او ډیجیټل رسنیو او د افغان مېرمنو په لاس د جوړو تعلیمي سافټ ویرونو په وسیله موږ زده کوونکو او محصلو نجونو ته نوې لارې چارې ورښیو څو دوی له بهرنۍ نړۍ سره په تماس کې او د معلوماتي ټکنالوژۍ له لارې د ځان لپاره یو عاید وګټلای شي.
حتی په کور کې هم کولای شي چې له خپل قدرت څخه په ښه ډول کار واخلي او پیسې وګټي.)
رویا محبوب یو بلاګ چې په څو ژبو مطالب خپروي او د ویډیو یو سایټ چې ښځو ته د خپلو کیسو د بیانولو امکان برابروي هم جوړ کړي دي. په دې بلاګونو کې نژدې 300 ښځینه زده کوونکو خپلې لیکنې خپرې کړي څو نړۍ د دوی آواز واوري.
په افغاني ټولنه کې چې اکثر ښځې له خپلو اساسي حقونو څخه محرومې دي، ښځو ته د داسې امکاناتو برابرول ډېر آسانه کار هم نه دی.
رویامحبوب وايي، پخوا به یې چې لیدل نورې افغان مېرمنې د ټایم مجلې د مخکښانو په څیرو په فهرست کې راځي عجیبه به ورته ښکارېده او باور یې نه راته چې یوه ورځ به داهم په دې ډله کې وي:
(کله چې په خپله د ټایم مجلې له خوا مې اېمېل ترلاسه کړ، لومړی مې باور نه راته، فکر مې وکړ، چې ښايي کومه تېروتنه به وي، خو وروسته مې چې په دقت سره ولوست او بیا مې نور اېمېلونه ترلاسه کړل، په رښتیا سره مې د خوښۍ احساس مې وکړ.
نه پوهېږم چې څنګه یې درته بیان کړم خو ډېره زیاته خوشاله وم چې دا خبر مې واورېده او ډېره حیرانه شوې هم وم.
باور مې نه راته چې زه به هم د سلو مخکښانو په ډله کې یم. ځکه کله چې مې د تېرکال د سلو مخکښانو نومونه لوستل نو د مېرمن مریم دراني او نورو مېرمنو په اړه چې په افغانستان کې یې بریالیتوبونه ترلاسه کړي وو او د دې مجلې له خوا غوره شوې وې، فکر مې نه کاوه چې زه به هم یوه ورځ په دې دله کې غوره شم.)
ټایم مجله هرکال د نړۍ د سلو بانفوذه خلکو فهرست خپروي چې په دې ډله کې له هنرمندانو او رهبرانو نیولې تر مخکښانو، علامه ګانو او سترو انسانانو پورې د هغو کسانو نومونه راځي چې په نړۍ کې د بدلونونو په راوستو کې یې ونډه د پام وړ وي.