په بوسټن کې د مرټن يا د اوږده واټن د ځغاستې پر مهال د شويو چاودنو د تحقيقاتو نن دريمه ده، خو لا هم نه څوک نيول شوي او نه هم چا د دې پيښې مسووليت منلي دي.
د پيښې له لومړنيو خپرو شويو تصويرونو داسې ښکارې چې يوه يا څو تنو درانه بيکونه له چاوديدونکو موادو بار د چاودنې ځاي ته راوړې دي.
د دې پيښې د تحقيقاتو مشر ريچرد ډيسلاوريرز وويل:
« يو تن خو به پوهيږي چې دا کار چا کړي. په دې تحقيقاتو کې د ټولنې همکاري خورا مهمه ده. موږ له شرکتونو غواړو چې ويډيوګانې وويني او وساتي او د سوداګرۍ نور ثبت شوي اسناد هم په اصلي بڼه خوندي کړي.
موږ له عوامو غواړو چې خبردار واوسي او موږ هم له راتلونکو فعاليتونو خبر کړي. هر هغه تن چې پر مرټن يې بريد کاوه. هغه دا هڅه کوله چې څرنګه چاوديدونکي مواد تيار کړي»
د دوشنبې د ورځې چاودنو څو درې تنه ووژل او تر يوسل او اويا ډير يې ټپيان کړل. په ټپيانو کې د اوولس تنو روغتيايي وضعيت ښه نه دي.
په وژل شويو کې يو اته کلن هلک دي او يوه نهه ويشت کلنه ښځه ده چې دا د امريکا دي دريمه يوه چينايي ده چې د بوسټن له پوهنتونه فارغه شوې ده.
د تحقيقاتو په ترڅ کې معلومه شوې ده چې چاوديدونکي مواد د بخار په ديګ کې ځاي پرځاي شوي وو او څو بيکه هم و.
په دوه زره لسم کال کې په يمن کې د القاعده شبکې يوې څانګې په انټرنټ کې په يوه مقالې کې دا روښانه کړې وه چې څرنګه د بخار له ديګه په چاودنو کې ګټه اخيستل کيداي شي. له دې بمونو په پاکستان، افغانستان، هند او نيپال کې تراوسه استفاده شوې ده.
د افغانستان ولسمشر، د خليج د همکاري شورا او د اسلامي همکارۍ سازمان دا چاودنې غندلي دي. د عربستان پاچا په يوه پيغام کې د امريکا له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې جنايت کوونکي يوازې د خپلو ځانونو استازيتوب کوي او دوي نه د کوم دين او نه هم د کوم مذهب استازي دي.