د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

"د پاکستان د دروازې په له منځه وړلو کې به له هرې لارې کار واخلو"


د افغانستان د دفاع وزارت خبرداری ورکوي، چې ډیورند کرښې ته نژدې، د پاکستاني پوځ د جوړې شوې دروازې له منځه وړلو ته به له هرې لارې کار واخلي.

د دې وزارت ویاند نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې پاکستان په یو اړخیزه توګه او د نړېوالو موازینو خلاف په دې سیمه کې امنیتي پوستې او یوه دروازه جوړه کړي.

د افغان حکومت ټاکل شوي پلاوی د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا غونډې ته وویل، پاکستان په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د اتلافي ځواکونو په مرسته خپلې یوولس سرحدي پوستې او اړوند تاسیسات له پخوانیو ځایونو څخه د ډیورند کرښې په لور انتقال کړي.

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د پاکستان ساختماني فعالیتونو افغان حکومت په غصه کړی او د دې تاسیساتو د له منځه وړلو خبرداری ورکوي.

د افغانستان د دفاع وزارت د دغو تاسیساتو جوړیدل له نړېوالو اصولو سره په ټکر کې دي او وايي، چې د پاکستان له خوا دغه نوې دروازه ان له ډیورنډ کرښې دیخوا د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمی د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایساف له ویاند سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې وویل، که په دې برخه کې د افغان حکومت دیپلوماتیکې هڅې نتیجه ورنه کړي، دوی به نور اقدامات وکړي.

خو ښاغلي عظیمي په مشخصه توګه ونه ویل چې دا اقدامات به یې څه وي؟

(د ډیورند پرپوله د دروازې یا هرې ودانۍ جوړول باید د دواړو لورو موافقه ولري.
له موافقې پرته د دروازې ایښودل او هغه هم د ډیورند له کرښې څخه را دې خوا د افغانستان په خاوره کې، د ټولو نړیوالو اصولو او دوه اړخیزه اړیکو خلاف دي.

موږ د دغو تاسیساتو او دروازې د له منځه وړلو لپاره به له هرډول انتخابه کار واخلو.)

شااوخوا دوه اونۍ وړاندې دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق ته وویل، چې پاکستان باید خپل تحریک آمیزه فعالیتونه بند کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم د یکشنبې په ورځ په دې موضوع مفصل بحث وکړ.

د ملي امنیت شورا په غونډه کې د دفاع وزارت لوی درستیز شیرمحمد کریمي د ټاکل شوي پلاوي راپور ولوسته او په راپور کې راغلي وو، چې پاکستان په ۱۳۸۲لمریز کال کې د اتلافي ځواکونو په مرسته یوولس سرحدي پوستې او اړندو تاسیسات یې له پخواني ځای څخه د ډیورند کرښې په لور را انتقال کړي وو.

په راپور کې راغلي چې پاکستان د ګاونډیتوب اصولو ته له پاملرنې پرته د تیر کال په دلوې میاشت کې ددې تاسیساتو په بیارغونه پیل وکړ اود سږ کال په حمل کې یې د دروازې جوړولو ته مخه کړه.

افغان پلاوي ادعا کړې چې پاکستان دغه تاسیسات د اتیلافي ځواکونو په همکارۍ جوړ کړي.

په کابل کې د ایساف ویاند جنرال ګونټرکټز ددې تاسیساتو په جوړولو کې د ایتلافي ځواکونو د همکارۍ په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې دوی به په راتلونکې کې په اړه خپل نظر څرګند کړي:

(د ملي امنیت شورا دپرونۍ غونډې په اړه دومره ویلی شم، چې آیساف د سرحد د وضعیت په اړه خپلې څارنې ته دوام ورکوي.

په عین حال کې مونږ په دې اړه د افغان او پاکستاني لوري سره خپلې خبرې جاري ساتو.

موږ په دې اړه د جمهوري ریاست له اعلامیې څخه هم خبر شوي یو چې ویلي یې دي دا پوسې څو کاله وړاندې جوړې شوي دي، دا موضوع زموږ تر څیړنې لاندی دی.)

یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان د پوځ دا ډول فعالیتونه به د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې لا زیانمنې کړي.

د دې هیوادونو اړیکو په وروستیو څو کلونو کې ډیرې ټیټې هسکې ګاللي.

پاکستان تراوسه د ډیورنډ پر کرښه د سرغړونو په اړه د افغان حکومت د تازه ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG