د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ګډې پولې په اوږدو کې د سرحدي دروازې او نورو تاسیساتو د رغونې چارې پيل کړې دي.
ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستان د پوځ د وروستیو تحرکاتو په اړه د څېړنې موظف کمیسیون پرون وویل پاکستان د یواړخیزو اقداماتو له لارې له افغانستان سره شوې موافقې ترپښو لاندې کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویبپاڼې د خبر له مخې په ګډه پوله کې د پاکستاني پوځ د وروستیواقداماتو په اړه ننګرهار ولایت ته د استول شوي هیات راپور د وسله والو قواوو د لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي له خوا د امنیت شورا غونډې ته وړاندې شو.
هیات د خپلو څېړنو په راپور کې ویلي چې د پاکستان پوځ افغانستان ته له مخکینۍ خبرتیا پرته په ګډه پوله کې د تېرکال د دلوې میاشتې له شپږمې نېټې راهیسې د مخکینیو تاسیساتو بیارغونه او د روان کال د حمل له شپږمې راهیسې د ننګرهارولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د یوې سرحدي دروازې د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د افغانستان، پاکستان او امریکا د درې اړخیزې موافقې له مخې چې د ستندرد عملیاتي طرزالعمل په نوم یادېږي کابل او اسلام آباد دواړه مکلف بلل شوي چې ګډ سرحد ته نژدې د هرراز ودانیو د رغونې پرمهال یوبل ته مخکې له مخکې خبر ورکړي.
جنرال کریمي د امنیت شورا غونډې ته همداراز وویل، د پاکستان له پاروونکو اقداماتو وروسته چې کله په سیمه کې دېره افغان سرحدي ځواکونو غبرګون وښود، نو د پاکستان پوځ سیمې ته درنې وسلې او اضافي پرسونل واستول. لوی درستیز وویل، پاکستان په دې اقداماتو سره د ستندرډ عملیاتي طرزالعملونو له موافقو سرغړونه کړې.
د راپور له مخې د امنیت شورا غونډې ته دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي او د افغان سرحدي پولیسو عمومي قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي هم په دې اړه معلومات ورکړل.
د جمهوري ریاست ویبپانه زیاتوي چې ولسمشرحامدکرزي د راپور له اورېدو وروسته د دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو ته امر وکړ چې د پاکستان د سرحدي دروازې او نورو تاسیساتو د لیرې کولو په برخه کې جدي اقدام وکړي.
د امنیت شورا غونډې همداراز اړوندو دولتي ادارو ته امر وکړ چې له پاکستان سره د دې تاسیساتو په جوړولو کې د نړیوالو ځواکونو د لاس لرلو په اړه له هغو څخه وضاحت وغواړي.
د امنیت شورا غونډې همداراز ډیورنډ کرښې ته نژدې د وسله والو په برید کې د ملي اردو د دیارلسو سرتېرو وژنه هم په کلکه وغندله ده. د جمهوري ریاست په ویبپانه کې راغلي دي چې دا سرتېري د پاکستاني طالبانو له خوا وژل شوي. افغان چارواکي پر انټرنېټ، په اردو ژبه خپرو شویو ویډیوګانو ته اشاره کوي چې پاکستاني طالبان ډیورنډ کرښې ته نژدې د ملي اردو پر پوستو د حملې په حال کې ښيي. امنیت شورا اړوندو ادارو ته دنده سپارلې چې د دې حملې په اړه تحقیقات وکړي.