د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

کونړ ته تللي پلاوي د ۱۷ملکیانو وژنه تاييد کړه


هغه افغان هییت، چې ولسمشر کرزي د کونړ د شیګل د ملکي تلفاتو د معلومولو لپاره ټاکلی و، وايي چې په دې د سیمه کې د وري د میاشتې د شپارلسمې نیټې پر شپه د ناټو په بمبارۍ کې د دولسو ماشومانو په شمول اولس ملکیان وژل شوي دي.

د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د معلوملو لپاره ټاکل شوې هییت پرون ( شنبې ) ولسمشر کرزي ته د خپلو څیړنو نتایج وړاندې کړل.

ولسمشر کرزي کونړ ته د استول شوي هییت د راپور له اوریدو وروسته په شلتن دره کې د اولس ملکیانو په وژنه کې دواړه طالب وسلوال او امریکايي پوځیان ملامته کړي.

د ولسمشر د سلاکار شجاع الملک جلاله په مشرۍ دغه هییت وايي، چې د سیمې د ګڼو قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا د شیګل ولسوالۍ شلتن درې ته ولاړل او هلته یې د پېښې سیمه کې له نژدې له خلکو سره خبرې وکړې.

د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوه خبرپاڼه کې له کونړ څخه د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د څیړنې وروسته د راستانه شوې هییت په حواله وايي:

د هییت د موندنو له مخې د پېښې پرمهال د ملي امنیت ځواکونو د طالبانو د دوو قوماندانانو قاري محمد حنیف او علي خان د نیولو په موخه عملیات پیل کړل، خو کله چې دغو ځواکونو غوښتل له سیمې څخه ووځي په دوی باندې د وسله والو مخالفینو له خوا د درنو او سپکو وسلو د ډزو په لړ کې یو امریکایي مشاور ووژل شو.

د کونړ څخه د ستانه شوي هییت په وینا امریکایانو د خپل مړي د انتقال لپاره د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه، چې د دوی د غوښتنې له مخې الوتکې سیمې ته ورغلې او پر کورونو یې په ساعتونو هوایي بمباري وکړه، دوی وايي:

((د دې لپاره چې د دغو کلیو کورونه له لرګیو او خټو څخه جوړ شوي دي د هوایي بریدونو د څپې د فشار له امله نړېدلي او په خونه کې موجود۱۲ تنه ماشومان،۴ مېرمنې او سړی چې مجموعا"۱۷ تنه دي شهیدان او د ماشومانو، ښځو او نارینه و په شمول ۱۲تنه نور ټپیان شوي دي.))

د ولسمشر د ویندوې دفتر د ولسمشر کرزي له خولې د هییت د راپور په اړه وايي:

((په داسې حال کې چې رپوټونه په سیمه کې د وسله والو طالبانو شتون تاییدوي، او موږ د طالبانو له خوا د ملکي وګړو او د هغوی له کورونو څخه د سپر په توګه استفاده کول په کلکه غندو، خو د استوګنې پر سیمو باندې تر هرنامه لاندې او په هردلیل چې وي هوایي بمباري نه منو. ))

ولسمشر حامد کرزي دا بمباري د بشري حقوقو د رعایت او د استوګنې پرسیمو د هوایي بمبارۍ د نه غوښتلو له حکم څخه د آیساف ځواکونو سرغړونه بللې او هغه یې غندلې ده.

ولسمشر حامد کرزي افغان چارواکو ته امر کړی چې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ضرورې مرستې ترسره کړي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په دې ورځ په کونړ کې هوايي بمبار تایید کړی دی خو د ملکي مرګ ژوبلې په اړه یې ویلي، چې د دوی څیړنې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده د مخه ولسمشر حامد کرزي افغان ځواکونه د استوګنې په سیمو کې د ناټو د هوايي مرستې له غوښتلو منعه کړل او ویې ویل په داسې سیمو کې د هیڅ ډول شرایطو له مخې باید له ناټو څخه هوايي مرسته ونه غوښتل شي.
XS
SM
MD
LG